لیکوال:محمدناصر حلیمي
اووم فصل
دقران کریم لومړی صفت (کلام الله) د الله تعالی خبرې
په تېر
فصل کې مو د قرآن کریم نومونه وشنل، په راتلونکو فصلونو کې د قرآن کریم د صفتونو
یادونه کوو، نومونه يې پنځه خو صفات یې تر سلو زیات دي.
صفتونه يې
هم د نومونو غوندې د ژوند هدف، ګټورو ارزښتونو معيار او د ژوند بریالي سیستم ته د رسېدو لار ده.
د کلام لپاره په قرآن
کریم کې لاندې شپږ تعبیرونه کارول شوي او د الله خبرې ورته ویل شوي دي، چې د هر يو
کارونه جلا ادبي ارزښت او يو له بل سره ځانګړی مفهومي ورته والی او د ژوندانه له ټولو اړخونو سره ظاهري او معنوي جوړښت لري.
د قرآن کریم الفاظ او معنا د الله پاک خبرې دي، چې په
الفاظو، فکري ځواکونو او منتجو اعمالو سره ژباړل کېږي، موږ د الله تعالی د خبرو په
اړه انساني ژوند او موخو سره په تړاو لنډه شننه لرو چې د قرآن کریم د آیتونو په
رڼا کې درنو لوستونکو سره یې شریکوو.
۱. كلام الله تعالی
“تر دې چې د الله تعالی خبرې واوري” په
دې اړه امام سيوطي وايي: وَأَمَّا
الْكَلَامُ: «فَمُشْتَقٌّ مِنَ الْكَلِمِ بِمَعْنَى التَّأْثِيرِ لْأَنَّهُ
يُؤَثِّرُ فِي ذِهْنِ السَّامِعِ فَائِدَةً لَمْ تَكُنْ عِنْدَهُ».[2]
له الْكَلِمِ نه اخستل شوی دی، د تاثیر په معنا دی، د اوریدونکي ذهن ته هغه
ګټه رسوي، چې مخکې ورسره نه وه.
۲. حديث
نوې
خبره په نوې بڼه: «فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ».[3]
د قرآن کريم خبرې هر وخت نوې دي. د نويو موضوع
ګانو لپاره تر ټولو ښاېسته، نوې، په زړه پورې او ګټورې لارښوونې لري، په هره زمانه کې د نویو ستونزو د
حل لپاره نوې لارښوونې دي د ژوندانه نويو اړتياوو حل ته نوي لارښوونې لري. قرآني خبرې تازه دي، لوستل يې
انسان تازه کوي، ښکلا او رڼا وربښي.
۳. هم نوی، تازه او ښکلی أَحسن الحديث
(ډېره ښکلې خبره) «اللَّهُ
نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ». [4]
(الله تعالی ډېره ښکلې او په زړه پورې خبره
رالېږلې ده).
اسعد حومد وايي: «أَبْلَغَهُ وَأَصْدَقَهُ
وَأَوْفَاهُ وَهُوَ القرآن».[5]
(ډېر بلیغ، رښتینی، کره او پوره کتاب همدغه قرآن
کریم دی.)
زمخشري وايي: «(اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ
الْحَدِيثِ».«وهو اسم جمع للحديث وليس بجمع أحدوثة». [6]
(الله تعالی ډېر ښایسته حديث را نازل کړ، د
حدیث اسميه جمع ده، د احدوثه جمع نه ده).
زمخشري
وايي: (لومړى د الله تعالی د نوم لفظ، بيا د قرآن کریم وصف د احسن په لفظ سره الله
تعالی ته منسوب ذکر شو، چې داسې ډېرې ښاېسته خبرې بې له الله تعالی نه بل څوک نشي کولاى، دا د
قرآن کریم اعجاز دی، چې د نړۍ له ټولو خبرو سره توپير لري).[7]
امام
شافعي رحمه الله وايي: (حديث د
قرآن کریم او فقه د احادیثو تفسیر دی).
زموږ د
ستونزو د ایجاد یوه سرچينه په احادیثو او آیتونو کې یواځې په اوداسه او لمانځه کې
په اختلافي موضوع ګانو کې د وخت، استعداد او امکاناتو لګول او د ژوندانه د نورو
ډګرونو پرېښودل دي.
۴. القول
الهي وینا د پند اخیستنې لپاره ده، الله
تعالي وايي: «وَلَقَدْ وَصَّلْنَا لَهُمُ الْقَوْلَ
لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ».[8]
(او موږ
پرله پسې هغوته خبره رسولې ده چې پوه او هوښيار شي).
۵. قیلاً
نه
بدلېدونې ويل شوې خبره، تر ټولو رښتینو ویناوو رښتینې وینا، الله تعالي فرمايي: «وَمَنْ
أَصْدَقُ مِنَ الله قِيلاً».[9]
(دا د
الله تعالی ريښتينې وعده ده او تر الله تعالی به زيات څوک پخپله
خبره كې ريښتينى وي؟).
۶. كلمات الله تعالی (د الله خبرې)
قرآن د الله
تعالی خبرې دي.
۷. كلمة تامة
پوره خبره د ژوندانه
لپاره کامله خبره او پوره نسخه الله تعالی فرمايي: «وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ».[10] (او
ستا د رب خبره پوره شوه).
[1]. التوبه: ٤.
[2]. السيوطي عبد الرحمن بن
أبي بكر ، جلال الدين ، الاتقان فی علوم القران ، ج ۱ ، ص ۱۸۳.
[3]. المرسلات: ٥٠.
[4]. الزمر: 23.
[5]. حومد ، الدکتور
اسعدمحمود حومد ، أيسر التفاسير ، ص 3960.
[6]. الزمخشري ، الكشاف عن
حقائق غوامض التنزيل ، ج ٤ ، ص ١٢٢.
[7]. الزمخشري ، الكشاف عن
حقائق غوامض التنزيل ، ج ٤ ، ص ١٢٢.
[8]. القصص: ٥١.
[9]. النسآء: ۱۲۲.
[10]. لقمان: ۲۷.
No comments:
Post a Comment