د طبعیت، انسانانو او ټولنو کره او پوره انځور


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د طبعیت، انسانانو او ټولنو کره او پوره انځور

که یو چاته ووايې چې قرآن کریم د هر انسان د عقلي، روحي، رواني او جسمي، د بشري ټولنو، پرګنو او پدیدو، د پرمختیاوو او په شاتګونو د ځانګړتیاوو، موخو، ښېګڼو او بدګڼو، کمال او نیمګړتیاوو، ښاېستونو او بتلتیو، پاکیو او پلیتیو د حال، ماضي او مستقبل او د طبعیت دقیق انځور دی په داسې حال کې حیرانیږي چې دا یو ثابت حقیقت دی.

پوښتنه دا ده چې څه ډول یو کتاب چې ټول ۵۰۰ مخه ده، د اته ملیارده انسانانو لپاره، د زرګونو بشري پرګنو لپاره دقیق انځور دی، په داسې حال کې چې یو عادي اجتماعي څېړنه په سوونو مخه کتاب ته اړتیا لري.

دغسې پوښتنې تطبیقي او میداني ځواب ته اړتیا لري، په دې کتاب کې دومره ځای نشته، چې په لنډو جملو کې یې حق ادا کړو، که الله تعالی راته عمر، روغتیا او توفیق راکړ په دې اړه به یو پېړ او غوښن کتاب په نږدې راتلونکي کې ولیکم.

قرآني پند د الله تعالی له لوري د بشر عزت او حفاظت لپاره ستر امانت دی، ناخبره خلک باید ځان ترې خبر کړي، خبر خلک باید ځان پرې پوه کړي، پوهان باید پرې عمل وکړي پوه او نېکان خلک یې باید نورو خلکو ته ورسوي، قرآن زده کړې ته د انسان زړه باید انابت پیدا کړي، په دې معنا چې الهي حکمونه د زړه په مینه پلی کړو[1].



[1]. انابت: له الله تعالی سره د ملاقات لېوالتیا ، پر خپلو نېمګړتیاوو او تېروتنو پښېمانۍ او الهي احکامو د کره او پوره تطبيق پخې ارادې ته انابت وايي ، د پوهانو له ګڼو تعریفونو مې همدا تعریف جوړ کړ.


No comments:

Post a Comment