لیکوال:محمدناصر حلیمي
مريم د قرآني پند غوره بېلګه
د مریم
روزونکي او سالم چاپېریال ستايي او په اړه يې وايي :«فَتَقَبَّلَهَا
رَبُّهَا بِقَبُولٍ حَسَنٍ وَأَنْبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنًا وَكَفَّلَهَا
زَكَرِيَّا». [1] (الله تعالی په ډېره ښایسته بڼه قبوله کړه او
ښایسته يې زرغونه کړه او زکریا یې روزنه او سمبالنه وکړه).
پورته آیتونه د انسان د روزنې اصول او قواعد دي چې باید
انسانیت په همدې معیارونو وروزل شي. د انسان روزنه داسې ده، لکه د بوټو او نیالګیو
په وده کې چې څومره یو ماهر بزګر بوټو او نیالګیو ته له علمي مېتودونو او آرونو
سره سمه پالنه او برابره روزنه ورکوي، هومره هغه ونه یا نیالګی ګڼه، ګټوره او
غښتلې وي، نو د بېکاره او لټ بزګر کمزورې روزنه د ونې له بڼې څرګندیږي چې کمزورې
ده. يا په بله ژبه د
کمزوري بزګر د ونو ميوه پيکه بې خونده بد خونده او تته وي.
نن چې افغانستان له درې میلیونه پوډریانو، دوه میلیونه
یتیمانو، یومیلیون کونډو، ۹۵٪ وږيو، په
لکونو نور بې کوره او بې کیفیته تعلیم او صحت سره مخ دي، لامل يې بې کیفیته روزنیز
سیستمونه دي. که غواړو تېر زیانونه جبران کړو، باید د نسلونو د باکیفیته کولو لپاره
روزنیز او ښوونیز سیستمونه قرآني کړو.
د قرآني کولو معنا دا ده چې د قرآن ښوونيز او روزنیز
اصول له نطفې تر مړینې پوره او کره مراعات کړو.
موږ به
هله د قرآن کریم حق ادا کړي وي چې د
نورې نړۍ متخصصین د ژوندانه په ټولو ډګرونو کې ښوونیزو او روزنیزو زده کړو لپاره د
علمي تندې د خړوبولو او مړولو لپاره موږ ته پناه راوړي او موږ د بشر د جسمي، عقلي، رواني،
ودې، وقايي او درملنې متخصصين وګڼي.
د قرآن
کریم د ښې زده کړې لپاره عقلي ودې او عاطفي سپېڅلتیا ته ډېره اړتیا ده،
د هر ډول پند او عبرت لپاره د عقل پکار اچول ښېګڼو ته د زړه د کور پرانیستل دي.
هغه انسانان چې د عقل د ښه استعمال مخه او فرصت نه لري، هغوی له الهي لارښوونو څخه
خوند او پند نشي اخستلای. پر مؤمنانو د قرآن کریم بنیادي حق بشريت ته د عقل، جسم، روح،
روان او اجتماع له پلوه وده، قوت او سپېڅلتیا بښل دي.
No comments:
Post a Comment