لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني پند ګڼې لارې چارې لري
قرآن د
پند ورکولو راز راز تعبیرونه او ګڼې لارې چارې لري، زه چې کله قرآن کریم لولم، د
الله تعالی مهربانۍ، هدایت او عزت بښنې ته ګوته پر غاښ کېږم او وايم: يا الله
تعالی ته څومره زموږ له عیبونو خبر یې؟ ته زموږ د علاج لپاره څومره بې شمېره
درملنې لرې؟ او په څومره خوږو الفاظو، مختلفو، ګڼو تعبیرنو بې شمېره خبرې زموږ په
ګټه، زموږ په اړه او زموږ په ژبه، له موږ سره شریکوي. الحمدلله مې خولې ته راشي او
دومره یې ووایم چې تلاوت رانه پاتې شي.
قرآن ستر
او کامل نعمت دی، له دې نعمت نه شکر ګذاره خلک پند اخلي او خپله
دنیا او اخرت پرې ښاېسته کوي. ناشکره
خلک يې قدر نه پېژني.
(وَلَقَدْ صَرَّفْنَاهُ بَيْنَهُمْ لِيَذَّكَّرُوا فَأَبَى أَكْثَرُ
النَّاسِ إِلَّا كُفُورًا».[1]
(دا
كارنامه موږ بيا بيا دوى ته وروښوده، چې يو څه عبرت واخلي. خو اکثره خلک بې له كفر او ناشكرۍ بل کار نه كوي).
«وَإِنَّهُ لَذِكْرٌ لَكَ وَلِقَوْمِكَ وَسَوْفَ تُسْأَلُونَ».[2]
(حقيقت دا
دى چې دغه كتاب ستا او ستا د قوم لپاره يو ډېر لوى (ذکر) دى او ډېر ژر به تاسې په
دې اړه وپوښتل شئ).
«أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ اٰمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ
لِذِكْرِ الله وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا
الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ
وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ (16) اعْلَمُوا أَنَّ الله يُحْيِ
الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْاٰيَاتِ لَعَلَّكُمْ
تَعْقِلُونَ(۱۷)».[3]
(ايا مؤمنانو ته لاتر اوسه پورې هغه وخت نه دى راغلى چې
زړونه یې د الله تعالی (ذكر) ته ورمات شي او د هغه نازل كړي حق ته سر ښكته كړي او
د هغو خلكو په څېر نه شي، چې مخكې كتاب وركړ شوى و، بيا چې يوه اوږده موده ورباندې
تېره شوه ؛ نو د هغو زړونه سخت شول او نن له هغونه زياتره فاسقان شوي دي؟ په دې
پوه شئ چې له مرګه وروسته الله تعالی مړه زمکه راژوندۍ کوي. يقيناً موږ هغو ته خپل
آيتونه بيانوو چې عقل وکاروي).
د دې قرآن د پند کچه دومره لوړه ده، چې د پېغمبر غوندې عظیم
الفکر، ستر استعدادي او ستر ذهني انسان ورته اړتیا لري. د قرآن کریم پندونه هم
فردي اړتیا ده او هم ټولنیزه، انسان ته فردي او اجتماعي روزنه ورکوي،
یا په بله وينا هم فردي روزنه ده او هم اجتماعي، هم يې د فردي روزنې تطبیقي قواعد
او پایلېز اصول ذکر کړي او هم د اجتماعي.
قرآن د اجتماعی روزنې له لارې فردي روزنه پالي او د
فردي روزنې له لارې اجتماعي روزنې او ارزښتونه پالي. د اسلام کمال او جمال تر نورو
ايزمونو، آندونو او اديانو دادی چې د فرد او ټولنې د ګټو ترمنځ د ټکر ټکې يې لري
کړی او دوه مرورې پديدی يې سره پخلا کړي دي.
No comments:
Post a Comment