لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني پند، طبيعت او ټولنه
د طبیعت په رازونو کې غور، دقت او د اجتماعي او
طبيعي فارمولونو را ایستل قرآني پند ورکول دي. د ونو بوټو د ښې ودې چاپېریال او د
انساني ټولنې د پرمختیا اسلوب توپير نه لري. لاندي آیت ته ځیر شئ او بیا ووایاست
چې د څپاندو سیندونو ترڅنګ د پراخه جل وهلیو دښتو او میرو په خوا کې پر وږو او تږو
ولسونو د شخصیت زبېښونکي فقر د تسلط پړه پر چا ده؟
او بيا لاندې ايت تفسير کړئ!
«وَمَا ذَرَأَ لَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ إِنَّ
فِي ذَلِكَ لَاٰيَةً لِقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ».[1]
(څه چې يې
ستاسې لپاره په ځمكه كې رنګا رنګ پيدا
كړي، په دې كې هم هرومرو د عبرت اخستونکیو لپاره نښانه ده).
No comments:
Post a Comment