لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني پند، بدمرغۍ او حل لار
ديني
عالمان د بدمرغيو له منځه وړونکي او د نېکمرغيو راوستونکي دي. ديني عالمان باید د ټولنیزو بد مرغیو لاملونه، درملنه
او د درملنې لپاره د تشکیلاتي ټیم، تنظیم او رهبري ډلې د غړو ځانګړنې روښانه کړي، پیدا یې کړي او د تطبیق
لپاره يې یو بل سره د ګډ کار لپاره منظم او د متبادلو ګټو لپاره منسجم شي.
مولانا عبیدالله سندهي رحمه الله چې کله لېنن ته د اسلام
عادلانه نظام په څرګندو دلایلو توضېح کړ، هغه ترې د عملي بېلګې د وړاندې کولو
غوښتنه وکړه، دی وايي په دې کې پاتې راغلم او له ځان سره مې وویل: کاش چې زمکه
وچوي او زه پکې ننوځم.
د اسلام د پرمختګ مخې ته ستره ننګونه د ژوندانه په ډېرو ډګرونو
کې د قرآني لارښوونو د عملي بېلګو نشتون دی. که غواړو
وژغورل شو باید راتلونکې یوویشتمه پېړۍ د تطبیقي اسلام په نامه ونوموو او ورته کار
وکړو. تعلیمي او تحصیلي نصاب لپاره معیارونه او تطبیقي سیستمونه جوړ کړو. د اقتصاد،
سیاست، اخلاقو او حقوقو په ډګرونو کې د څېړنتنونه
عملي نندارتونونه جوړ کړو. ښځې، نارینه، ماشوم او ماشومه پکې وروزو. که زموږ دیني
عالمان خپله دغه اساسي ژمنه ترسره نه کړي ؛ نو شیطان یې پخپلمنځي شخړو کې ښکېلوي، وړتیاوې او امکانات يې د یو بل په ځپلو او رټلو
لګوي. استحبابي احکام پلمه کېږي عقده من خلک لوی علمي القاب، احساساتي پلویان او
ناپوهه ملاتړي پیدا کوي.
د دې آیت مصداق ګرځي:«أَوَلَا
يَرَوْنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٍ مَرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ
لَا يَتُوبُونَ وَلَا هُمْ يَذَّكَّرُونَ».[1]
(ايا دوی نه ګوري چې هر كال يو ځل دوه ځل ازمایل
کېږی؟ خو په دې سره بيا هم نه توبه باسي او نه كوم عبرت اخلي).
تاریخ وايي: کله هم چې مسلمانانو د قرآن کریم له تطبیقه ډډه کړې، په فرعي اختلافاتو کې دومره ښکېل شوي چې یو بل یې وژلي او مسجدونه یې سوځولي دي.
No comments:
Post a Comment