لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني پند د ظاهر او باطن پند
د قرآن کریم پند دا دی، چې خپل ظاهر او باطن دواړه سپین
سپېڅلې کړئ، د تقوا له مخې باطن او ظاهر ښکلى او له شریعت سره برابر کړئ. ځینې
فکري مکتبونه ظاهرپاله او ځينې یې باطنپاله دي، خو قرآن کریم ظاهرپاله او باطن
پاله (دواړه) دی، چې دواړه د یو بل له لارې غښتلي او ګټور کوي او د دواړو ترمنځ د
انسان په عملي ژوند کې توازن راولي. قرآن د جسمی قوت له لاري عقلي او عاطفي قوت، د عقلي قوت له
لارې جسمي او عاطفي قوت او د عاطفي قوت له لارې عقلي او جسمي قوت پالي، دا اجازه
نه ورکوي چې د يو په پاللو بل زيانمن کړي.
په اسلام کې هغه باطني سپېڅلتیایي روزنه چې ظاهري او هغه
ظاهري ښکلا چې باطني قوتونه له منځه وړي نشته. قرآن وايي چې:
د ظاهري جامو تر څنګ د تقوا جامې هم پر تن کړئ.
«يَا بَنِي اٰدم قَدْ أَنْزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي
سَوْاٰتِكُمْ وَرِيشًا وَلِبَاسُ التَّقْوَى ذَلِكَ خَيْرٌ ذَلِكَ مِنْ اٰيَاتِ
الله لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ».[1]
(اى د آدم
اولادې! موږ تاسې ته جامې در ولېږلې، چې
شرم ځايونه وپوښئ او د بدن د ساتنې او ښكلا وسيله مو هم وي او ډېره غوره جامه د تقوی جامه ده. دا د الله تعالی له نښانو څخه يوه
نښه ده، پكار ده، چې خلک ترې پند
واخلي).
No comments:
Post a Comment