لیکوال:محمدناصر حلیمي
پند او وړتیا ځپونکې ټولنه
کله هم چې د ولسونو پند
منونکې وړتیاوې جسمی، عقلی او عاطفی ځواکونه وده ونه کړي؛ نو
پوهـ شه چې پوهان او چارواکي يې د بشري سرچینو د ودې لپاره کار نه کوي،
د ژمنو پوره کولوته زیار نه ګالي او له داسې
بد برخلیک سره مخ کېږي، چې ټولنې ته له سرامنو اوښکو پرته بل څه نشي ورکولای.
د وړتيا ځپونکيو ټولنو ولسونه ناپوهـ وي، د ناپوهه ولسونو چارواکي پردي نوکران، پوهان یې د سیاستوالو د دسترخوان ملنګان، دیني مخکښان یې په فرعي موضوعګانو کې یو له بله ښکېل او ولس یې پر بد حال، ټولنه په معنوي او مادي مخدراتو کې نشه، شتمن یې په تماشو کې خمار، حقپال شخصیتونه پکې بندیان او حقونه پکې بې ارزښته وي.
No comments:
Post a Comment