پند او وړتیا پاله ټولنه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

پند او وړتیا پاله ټولنه

كله چې ټولنه مشوقه او هڅانده شي بيا حزبونه او ګوندونه خپلې وچې چينې ته بهانده چينه، وچو ډډونو ته رهبران، شاړو عقلونو ته نابغه ګان نه وايي، پرېوتی، اړ او د ژوند په ټولو ډګرونو کې د نورو ولسونو د اوږو بار ولس په تشو شعارونو نه تېر باسي، په وړتیا پالو ټولنو کې قیادتونه او پوهان د ژمنو، حقونو او نتایجو پر محور له خپلو ولسونو سره پرمختیايي چارې او ګټورې طرحې اوږه پر اوږه پرمخ بیايي.

په وړتیا پاله ټولنه کې غداران اتلان او اتلان غداران نه ګڼل کېږي. داسې ټولنه کې ولسونه پالل کېږي، نه څرول کېږي. پر اشخاصو او شخصیتونو کمپایني او اجیرانه بحثونه نه کېږي. پر سیستمونو، نتایجو او کاري وړتیاوو څېړنې کېږي. د کار وړ شخصیتونه له روابطو او مشرانو ته له چاپلوسۍ او مداحۍ پرته پر ارزښتناکو پوړیو ګمارل کېږي. د خپلو وږو تږو ولسونو او پرهر پرهر زړونو ته ټولنيزه او سياسي وضع په ساحرانه الفاظو او مکرجنو ويناوو معکوسه او د شخصي ګټې لپاره د قلموالو او لیکوالو له لوري په مزدورۍ، نه ارزول کېږي، خوله ور سیاستوال نشي کولای چې په تشو چغو او غوړو شعارونو ملي ګټې د خپلو شخصي ګټو پر محور وڅرخوي.

په وړتیا پاله ټولنه کې مذهبي مخکښان به د پلويانو عاطفي، عقلي او جسمي ځواکونو ته وده ورکوي، مذهبي ناندريزې فضا ته د پاى ټکى ږدي، ناپوه ولسونه او احساساتي ځوانان د اختلافي موضوعګانو پر سر يو له بله نشي اچولای، د ګوندونو، ايزمونو او مذهبونو مخکښان به د خپلو ولسونو د دنيوي او اخروي پرمختګونو او د خپلو وچو دښتو او شاړو ميرو د ښېرازولو لپاره د اړو خلکو د اړتيا حل لپاره بې کبره او بې مکره د خپلو ولسونو د پوهولو، هوښيارولو، ويښولو، کارندولو لپاره د عقل او زړه په ژبه د ښو پايلو او پرمختيا په هیله به په سندریزو ازانګو کې عاقلانه زنګوي او نور ولسونه به د عقل او زړه په سترګو زموږ کړنې او چارې ستايي او د اسلام دين د زړه له تله په فکر او عمل کې په پايله واله بڼه مني او عملي کوي او هر مسلمان به د لاندې شعرونو عملي انځور وي.

ښه سړی د چا په بدو نظر نه کا

که څوک بد ورسره کاندې دوی به ښه کا

په بارداره ونې تل ورېږي کاڼي

ورته ګوره چې بار داره ونه څه کا

د جهان کینې غصې واړه تر شا کا

که سړی په وخت د قهر مرګ تر زړه کا

دا په دا چې خود بیني ورڅخه نشته

د جهان نندارې ځکه دوه لیمه کا

په کینه په حسد هېڅ د چا ونشـي

هر سړی چې حسد کاندي ځان اوبه کا

نصیحت د نېکو ښه دی نه د بدو

کم بختان به بد فعلي د چا په خوله کا

و سړي ته یې اختیار ورکړو هوښیاره

که په هره چار کې خدای واړه، خپل کړه کا

شپه ورځ پر لار روانې قافلې دي

نېک او بد د قافلې په لارې تله کا

یک تنها په لار کې تلنه ده خوشحاله

په دا هسې لار څوک څه د لارې مله کا [1]

مرد هغه چې همتناک برکتناک

له عالمه سره خوږ په زیست او ژواک

مخ یې مخ، قول یې قول عهد یې عهد

نه دروغ، نه یې فریب نه تش تپاک

لږ ویل ډېر يې کول په خاموشۍ کې

د غونچې غوندې خوله ډکه، سینه چاک

چې خبره د پستۍ د بلندۍ شي

په لویۍ لکه آسمان، په پستۍ خاک

په تمکین کې لکه صبر په سخا کې

په هر لور څانګې ږنکورې له تاک

لکه ګل شګفته روي تازه په باغ کې

همېشه د خو بلبلو پرې بلغاک

چې دا هسې ښه ویل کا زه حیران یم

چې خوشحال راووړ د کومه دا ادراک [2]

 

زموږ د کرغېړنو انځورونو لامل ناسالم ټولنیز جوړښت او وړتیا ځپونکې ټولنه ده ستونزې هله رژیږي چې وګړي او ټولنه وړتیا پاله شي، داسې ولس چې تر کتابتون یې پخلنځی لوکس او ډېر لګښته وي، د ماشومانو د عقلي او روحي ارتقاء په پرتله پر معده یې ډېره پانګونه وشي، د جلۍ او هلک د ښوونې او روزنې په پرتله پر ظاهري ډول او سینګار ډېره پاملرنه وشي، مور و پلار له ماشوم سره د مینه ناک مجلس پر ځای په پخلنځي کې ډېره بوخته وي، پلار سره یې د بچي د خوړو اندېښنه وي او د روزنې نه، د دولت مالي پانګه د عقلي او عاطفي پرمختیا پر ځای د چارواکو د چور او تالان ښکار شي، داسې ملت به هېڅکله د عزت هسکو مقامونو ته ونه رسېږي، داسې ولس د ذلت په ژورو ګړنګونو کې ولټوه.

که مو ټولنه د عقل او عاطفې له پلوه د کمال او جمال هسکې مرحلې ته په کارنده او نتيجه بڼه ورسوله، بيا به هر مسلمان لاندې شعر زمزمه کوي:

معمار حرم باز تعمیر جهان خیز

از خواب گران خواب گران خواب گران خیز

از خواب گران خیز

از خواب گران خواب گران خواب گران خیز

از خواب گران خیز

معمار حرم باز به تعمیر جهان خیز

معمار حرم باز به تعمیر جهان خیز

از خواب گران خواب گران خواب گران خیز

از خواب گران خیز

معمار حرم باز به تعمیر جهان خیز

از خواب گران خواب گران خواب گران خیز

از خواب گران خیز

معمار حرم باز به تعمیر جهان خیز

از خواب گران خواب گران خواب گران خیز

از خواب گران خیز

معمار حرم باز به تعمیر جهان خیز

از خواب گران خواب گران خواب گران خیز

از خواب گران خیز

معمار حرم باز به تعمیر جهان خیز

از خواب گران خواب گران خواب گران خیز

از خواب گران خیز[3]



[1] د خوشحال بابا کلیات، ص۴۹۶.

[2] د خوشحال بابا کلیات، ص۴۹۶.

[3]. اقبال ، کليات اقبال


No comments:

Post a Comment