لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني ذکر او زموږ ټولنیز انځور
شعرونه د ټولنیزو واقعیتونو
انځورونه دي، موږ دلته د خپلې ټولنې د پېژندنې لپاره د یو څو شاعرانو یو څو شعرونه
وړاندې کوو، چې د پند اخیستنې او پند مننې له پلوه خپله ټولنه وپېژنو او ژغورنې
لپاره یې لارسازي وکړو، تاسو وګورئ که
مو د ټولنیز عقل انکشاف ته کار و نه کړ بیا به مو ټولنه د بېدل د شعر انځور شي:
بنال ای بلبل بې دل که زنګ معرفت کـــر شد
صدف خر موره بار آورد ستم در حق ګوهر شد
که مو د
ټولنیز عقل انکشاف ته کار و نه کړ بیا به مو ټولنه د مولانای روم د لاندې شعر انځور شي:
بر
مرده دلان پند مده خویش نیازار |
زیرا که ابوجهل
مسلمان شدنی نیست |
که مو د ټولنیز عقل انکشاف ته کار، مینه مو خوره او
خواخوږي مو رامنځته نکړه بیا به مو کورنی، ټولنیز او حکومتي ژوند د (فرضي) د شعر انځور شي:
این
چه شوریست که در دور قمر میبینم |
همه
افاق پر از فتنه وشر می بینم |
پېشه بادشاهان نیست
جز جور ستم |
عدل
وانصاف همه در زیر وزبر می بینم |
دختران را هست همه
جنګ وجدل بامادر |
پسـران
را همه بدخواه پدر می بینم |
اسپ تازی شده مجروح
بزیر پالان |
طوق زرین همه در
ګردن خر می بینم |
ابلهان را همه طعم
است ز قند ګلاب |
قوت دانا هم در خون
جګر می بینم |
شیخ ومحتسب ومفتي
همه قاضي را |
این همه در طلب نقره
و زر می بینم |
که مو وړتيا پالنه رامنځته نکړه بیا به مو
ګمارنه او مشري د اقبال د شعر انځور شي:
پس که ګردون سفله و
دون پرور است |
وای بر مرد که صاحب
جوهر است |
که مو شخصيت سازي ونکړه بیا به د سپکو خلکو
مشري راباندې تپل کېږي او موږ به یې منو :
رذاله که دولت من شو
څه لوی نشو |
ګڼې خس و بړبوکی
یووړه پورته |
که مو تطبیقي دین ته کار ونکړ، بیا به د
دین په نامه هغه څوک هم مشري کوي چې انساني مواصفات یې ګډوډ دي:
که مو ټولنیز عدالت ته کار ونکړ بیا به یو خیر د
نورو په شر کې وی:
څومره جونګړو ته دې
اور ورته کړ |
چې خپل محل ته دې
رڼا راوسته |
که مو خپل ولس کې کاري وړتیا او عاطفي
سپېڅلتیا ونه روزله بیا به مو بشري سرچینې د اقبال د شعر انځور وي:
هوس منزل لیلی نه تو
داری و نه من |
جگر گرمی صحرا نه تو
داری و نه من |
که مو وګړیز او ټولنیز سمون او رغون لپاره کار ونکړ بيا به مو ټولنه د خوشحال بابا د شعر انځور وي:
ښه هغه چې ښه یې رنګ
ښه یې جمال دی |
ښه هغه چې په قوت د
هر چا سیال دی |
که مو کار وکړ، بيا چې د هر متدين د چارو پايلې
ارزو، د اقبال لاندې شعر به زمزمه کوو، هر انسان به د لاندې شعر یو خوندور انځور وي:
مسلمانى که داند رمز
دين را |
نسايد پيش غير الله
جبين را |
No comments:
Post a Comment