لیکوال:محمدناصر حلیمي
پند منونکی عقلي ځواک
كعب
الاحبار راتلونكي نسل ته تشويش لري او وايي چې بشري پرګنۍ به له عقلي زوال سره
دومره مخ شي چې د موعظو له لارې د خپلو ذهني تشو د ډکون لپاره کار او زیار خو ستره
خبره ده حتی بد به پرې لګي، ارزښتونه بې ارزښته او بې ارزښته ارزښتناکېږي، مؤمنان به پخپلو درنو چارو شرمیږي، خپل درانه ارزښتونه پټوي، آن تر دې چې مؤمنانه چارې خلکو ته عیب ښکاري.
دا ستر
زاهد او رباني عالم دا خبره د دې لپاره کوي، چې د خپلو راتلونکو نسلونو سالمې
روزنې ته چمتو شو، نه د دې لپاره چې موږ له خپلو نسلونو نهیلي
کړي، د خپلو راتلونکو نسلونو نه نهیلي ستر جنایت دی.
كعب
الاحبار داسې وايي: «لَتُحَبَّبَنَّ إِلَيْكُمُ الدُّنْيَا حَتَّى
تَتَعَبَّدُوا لَهَا وَلِأَهْلِهَا، وَلَيَأْتِيَنَّكُمْ زَمَانٌ تُكْرَهُ فِيهِ
الْمَوْعِظَةُ، وَحَتَّى يَخْتَفِيَ الْمُؤْمِنُ بِإِيمَانِهِ كَمَا يَخْتَفِي الْفَاجِرُ
بِفُجُورِهِ، وَحَتَّى يُعَيَّرَ الْمُؤْمِنُ بِإِيمَانِهِ كَمَا يُعَيَّرُ
الْفَاجِرُ بِفُجُورِهِ». [1]
(دنیا به
درته دومره ګرانه شي، چې دنیا او د دونیاوالو عبادت ته به اړ شئ، داسې وخت به راشي چې نصیحت به
بد ګڼل کېږي، مؤمن به خپل مؤمنانه چارې پټوي، لکه اوس چې بدعمله پخپلو بدو
شرمیږي، ان تر دې چې مؤمن پخپل ایمان دومره ملامته کېږي لکه څنګه چې بدعمله پخپلو
بدیو بد ګڼل کېږي).
موږ دنده
لرو چې د انسانانو دننه په عقلي، رواني او جسمي وړتياوو کې نويو علمي مېتودونو سره
د قرآني نصایحو د منلو وړتیاوې وپنځوو. هغه عوامل او لاملونه لږ تر لږه په اسلامي
وړو او لویو ټولنو کې له منځه یوسو، چې د پند مننې استعداد پرې ځپل کېږي، چې دا یو
علمي هنر او څېړنیزه فعاليت دی، چې د قرآني، نبوي او رواني علومو متخصصین یې د ګډ کار، تعاون،
اهل او کاري ګروپ له لارې تر سرولای شي.
No comments:
Post a Comment