لیکوال:محمدناصر حلیمي
آسانه ذکر
قرآن کریم تر ټولو پندونواسانه پند دی، الله
تعالی څلور ځلې په تکرار سره وايي:«وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ
مِنْ مُدَّكِرٍ».[1] (او موږ دا قرآن
کریم د پند اخیستنې، پند عملي کولو او پند روزنې لپاره اسانه وسيله ګرځولې ده، نو آيا شته څوک نصيحت منونكى؟).
په قرآن
کریم پوهېدل، عملي کول، زده کول، لوستل، په زړه او ضمیر کې ورته ځاى ورکول او له
دې لارې د حقایقو زده کول او د حقوقو ادا کول ډېر کم وخت نیسي، لږه متره غواړي او
په لږو امکاناتو ډېرې لاس ته راوړنې ورسره کېږي.
د قرآن
کريم محکم او متشابه آيتونه، جملې او کلمات چې څومره شنل کېږي، هومره د پند اخستنې،
ديندارۍ او هوښيارۍ کچه په ټولنه کې لوړېږي.
«هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ اٰيَاتٌ
مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ
فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَآءَ
الْفِتْنَةِ وَابْتِغَآءَ تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا الله
وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ اٰمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ
رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ».[2]
(الله
تعالی هغه ذات دى، چې دا كتاب يې پر تا نازل كړی دى. په دې كتاب كې دوه ډوله آيتونه دي: يو محكمات
دي، چې د كتاب اصلي بنسټ دى او بل متشابهات دي. د چا په زړه كې چې كوږ والى دی، هغوى
تل د فتنې را ولاړولو لپاره په همدې متشابهاتو پسې ګرځي او د نوې معنا لټولو هڅه يې كوي. په داسې حال كې چې د
هغو پر حقيقي معنا له الله تعالی پرته بل هېڅوك نه پوهېږي او هغه خلک چې پاخه عالمان دي، وايي چې موږ پر هغو ټولو
ايمان لرو. دا ټول زموږ د رب له لوري دي او رښتيا دا ده، چې له يوه شي څخه سم درس
یواځې د پوهې خاوندان اخلي).
پر
ژوندنیو چارو بوخت خلک او د دیني علومو متخصصین باید له محکماتو پند واخلي او د
ژوند په چارو کې يې پر وګړو او ټولنو حکيمانه او عالمانه تطبیق کړي ؛ خو متشابه آیتونه باید یواځې متخصصین د ژوند له
اړتیاوو سره په تړاو عالمانه تشریح او تطبيقي توضېح کړي خو له بده مرغه یوه برخه
يې د فساد د خپرولو لپاره عامو خلکو ته بیانوي او خلک په مذهبي تعصباتو، ګونديماریو
او ځپونکو اختلافاتو کې ښکېلوي په داسې حال کې چې محکمات پند منوونکو ته په
تفصيل سره بيان شوى دى.
«وَهَذَا صِرَاطُ رَبِّكَ مُسْتَقِيمًا قَدْ فَصَّلْنَا
الْاٰيَاتِ لِقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ».[3]
(دا لار
ستا د رب سمه لار ده او د هغې نښانې مو د هغو خلكو لپاره څرګندې كړي دي چې نصيحت
مني).
No comments:
Post a Comment