لیکوال:محمدناصر حلیمي
د قرآني پند تدریس او عزتمندي
د قرآن کریم تدریس باید د عزتمنو، مخورو، درنو
او عزیز النفسه (مړه خوا) شخصیتونو له لوري وشي ؛ ځکه د سپکاوي په روحیه ځپل شوي
او روږدي شوي استادان په نارینه، ښځینه، ماشوم او ماشومې کې د عزت نفس جوهر ماتوي،
په داسې حال کې چې قرآني مفاهیم او موخې د استاد د عزت النفس په کچه د انسان ضمیر
ته د تطبيق په موخه لېږدول کېږي، په وجدان کې ثبتیږي او په عمل کې ښکاره کېږي ګټوره خوندوره او تازه
ميوه يې انسان، ژوي او نباتات ته رسيږي.
هغه وګړي، ټولنې او ډلې چې د انسان عزت النفس
نشي غښتلی کولای او د سپکاوي احساس پکې نشي لرې کولای، هغه د قرآن کریم د پند او
اهدافو له معیار څخه ناخبره دي، که څه هم ټول تفسیرونه یې زده وي ؛ ځکه دغه استاد
پخپل نفس او ضمیر کې د سپکاوي له احساس سره بندي دی مرئی له مرئينو نشي
ژغورلای.
هغه انسان چې د بل مريي کول غواړي، له غلامۍ
پرته د انسانيت په ژغورلو کې کوم نقش نشي تر سر کولاى.
قرآن
یعنې: د بشر
درنول د لورنې او عزتمنۍ په غیږ کې د هر ساکښ په تېره د بشر پالل، روزل، نازول د بشري ستونزو رژول، د
بشري وړتیاوو پنځول او دا کار عزتمن، مهربان، لوراند او پوه انساني کاري ټيم په
عزتمن چاپيريال کې په کره او پوره بڼه د ايماني مواصفاتو د ودې پر بنسټ
او تناسب سرته
رسولای شي.
الْوَهَّابِ».[1]
(دا خبره موږ په نږدې زمانه كې له هېچانه نه ده
اورېدلې دا نور هېڅ نه ده، مګر يوه له ځانه جوړه شوې خبره. ايا زموږ په منځ كې
همدا يو سړى پاتې شوى و، چې د الله تعالی ذكر پرې نازل كړاى شو؟ اصلي خبره دا ده، چې
دوی زما په ذكر شک كوي او دا خبرې ځکه كوي، چې زما د عذاب خوند يې نه دى څکلی ايا ستا د عزيز، وهاب رب. د رحمت خزانې دوى سره دي؟!).
ګورو چې د رحمت دغه خزانه د عزتمن او بښونکي ذات لورنه ده، بايد
عزتمن او بښونکي خلک يې خلکو ته په عزتمنه بڼه ورسوي. قرآني پند عزتمنو،
مخورو او لوراندو شخصیتونو ته اړتیا لري او د قرآن کریم پند که د ژوند په عملي ډګر کې پلی شي سبا يې ښه
نتایج د خلکو په عملي او هوسا ژوند کې ښکاري او که د الفاظو قرباني شي ټولنه له
ډېر بد برخليک سره مخ کېږي.
حتی مشرکین په دې پوهېدل چې قرآن کریم منل یعنې
عملي اطاعت، ابوجهل ته يې مېرمنې وويل: محمد صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم دې دومره
رابلي يوه کلمه ده، ويې وايه! هغه ورته وويل: دا کلمه نورې غوښتنې لري.
«فَقَالُوا أَبَشَرًا مِنَّا
وَاحِدًا نَتَّبِعُهُ إِنَّا إِذًا لَفِي ضَلَالٍ وَسُعُرٍ (٢٤) أَؤُلْقِيَ الذِّكْرُ عَلَيْهِ مِنْ بَيْنِنَا بَلْ هُوَ كَذَّابٌ
أَشِرٌ (٢٥) سَيَعْلَمُونَ غَدًا مَنِ الْكَذَّابُ الْأَشِرُ(۲۶)».[2] (ويې ويل: زموږ په ډله کې يوازې يوه سړي پسې لاړ شو؟ كه د ده اطاعت وکړو، نو بېلاري شوي به
يو او پوهه به مو له لاسه وركړې وي.
ايا زموږ په منځ كې فقط همدا يو سړى و، چې پر
هغه د الله تعالی کتاب (ذكر) نازل كړاى شو؟ نه ؛ بلكى دى بى حده دروغجن او پرخپل ځان تېروتى دى. موږ خپل پېغمبرته ويل: (سبا دوى ته معلومېږي چې
څوک ډېر دروغجن او پرخپل ځان تېروتي دي).
«وَلَقَدْ تَرَكْنَاهَا اٰيَةً
فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ».[3]
(هغه بېړۍ موږ د يوې نښانې په توګه پرېښوده، نو
ايا څوک نصیحت منونكى شته؟).
تېر تاریخونه زموږ هېندارې دي، موږ باید له
تېرایستل، تیرویستونکو، تېروتیو او تېروتونکو نه عبرت واخلو او تېروتنې يې تکرار
نه کړو، چې د قرآني قيصو اصلي
موخه ده.
او قرآن کریم په دې اړه هم د ژوند اړینې تاریخي برخې
راخیستې دي، چې انسان خپل حال او ګانده (اينده) پرې سینګار او سمباله کړي.
No comments:
Post a Comment