لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني پند د الهي رحم چينه
قرآني پند
د الهي رحم له زېرمو سرچينه اخلي. د دی پند هدف پر بشريت رحم په کریمانه سلوک د
بشريت د رهبرۍ او سمبالنې لپاره د مهربانو او لوراندو شخصیتونو روزنه ده.
که موږ
وګړي، ټولنې یا ډلې تلو، د هغوی د رحم په کچه ورته ارزښت ورکوو څومره چې د رحم کچه
پکې لوړه وي، هومره يې ارزښت زیات وي او څومره چې پکې ټیټه وي، هومره يې بې ارزښته
ګڼو. د دې پند موخه بشريت ته په پتمنه توګه رحمت بښل دي.
د قرآن کریم اساسي غوښتنه د قرآن کریم له تدریسه مخکې او د تدریس په بهیر کې په وګړو کې د ښېګڼو د احساس او په نورو انسانانو کې د خير په چارو کې د ځواکمنې ارادې پنځول او د منتجو چارو برنامې په رحيمانه محور پياوړي کول دي.
No comments:
Post a Comment