قرآني پند او رنځونه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني پند او رنځونه

څومره چې په وګړو او ټولنو کې د عقلي، جسمي او روحي رنځونو کچه ټيټه او د روغتيا کچه پورته شي، هومره د پند اخستنې کچه لوړیږي. د رواني رنځونو علت له ستونزو سره د مقاومت بایلل او د عفوې، صبر، مینې او رحم نشتوالی دی. د اجتماعي رنځونو علت قومي، ژبني، نژادي او سیمه ييزو تعصباتو ته لمن وهل، د اختلافاتو جاهلانه پارول او د ټولنې لوټمارو ته د اجتماعي چارو مشري سپارل دي د سیاسي رنځونو ایجاد له بېکاره خوله ورو، کم عقله ژبورو او بدنيته چوتارو چالاکو مشرانو ټاکل دي. دا ټول رنځونه په قرآن کریم کې له درملنې سره توضېح شوي دي.


No comments:

Post a Comment