قرآني پند او كرنيزه پرمختیا


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

 قرآني پند او كرنيزه پرمختیا

مسلمانانو ته شرم دی چې دوی له څپاندو سيندونو، ډکو کارېزونو، رڼو چينو، بهاندو ويالو نه چې د پراخو دښتو، میرو، ورشوګانو، چغرو او ګاګرو په منځ کې څپې وهي او دوی ترې کار نه شي اخستای د زراعتي انکشاف له لارې خوراک او څښاک د قرآن له اساسي لارښوونو څخه دی، متاسفانه زموږ د بزګرانو د هلو ځلو نتیجه ددوى د زيار په پرتله ډېره لږه او زيانمنه ده، د قرآن د تطبیق یوه موخه او ځانګړنه دا ده چې د زمکې هره لوېشت سمسور او بزګران د صنعتي زراعت خاوندان وي، الله تعالی فرمايي: «وَاٰيَةٌ لَهُمُ الْأَرْضُ الْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَاهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ (٣٣) وَجَعَلْنَا فِيهَا جَنَّاتٍ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ وَفَجَّرْنَا فِيهَا مِنَ الْعُيُونِ (٣٤) لِيَأْكُلُوا مِنْ ثَمَرِهِ وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ أَفَلَا يَشْكُرُونَ(٣٥)».[1]

(او د دوى لپاره مړه ځمكه يوه نښانه ده چې موږ ژوندۍ كړه او غله مو ترې راوايستله چې دوى يې خوري. موږ په هغې كې د کجورو او انګورو باغونه پيدا كړل او له هغې (مړې زمکې) مو چينې راوخو ټولې، چې دوى یې مېوې وخوري. دا هر څه د دوى د خپلو لاسونو پيدا وار نه دي. نو ايا دوى شكر نه باسي؟! ).

په پنځه ديرشم آيت کې الله تعالی اول د کرنيزو محصولاتو خوراک او مصرف يادوي بيا د بزګر زيار او کار يادوي بيا د ترلاسه شوی انرژۍ د سالم او ګټور لګښت برنامه يادوي.

ددې لپاره چې د بزګر زيار زيانمن نشي بازار موندنه تر کرنی لومړيتوب لري.

او دا هم ستر شرم دی چې مسلمانان لا تر اوسه معياري صنعت او صنعتي زراعت نلري، په زراعت کې د کيمياوي عناصرو، تکنالوژۍ، علمي آرونو او وسايلو پرځاى د بشر فزيکي، رواني او عقلي قوتونه استهلاک کېږي، په داسې حال کې چې دغه قوتونه د حقونو د اداء او حقايقو د رونتيا، د بشريت د مادي او معنوي ارتقاء لپاره الهي امانتونه دي، چې وده وکړي او هسکه ګټه ترې واخېستل شي.



[1]. یس: ۳۳-۳۵.


No comments:

Post a Comment