لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني پند حلال خواړه او سترې چارې
د خوړو له انرژۍ څخه به
نېکې چارې ترسره کوي، داسې نه چې د الله تعالی په
دسترخوان کې خوري او بیا یې مخالفت کوي، ښه خواړه د ښه او ګټور کار د اجرا په موخه
ده نه هوسپالنې په موخه.
«يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا
صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ».[1]
(اى پېغمبرانو!
پاك شيان وخورئ او نېك عمل وكړئ! تاسې چې هر څه كوئ، زه پرې ښه پوهېږم).
د
اسلامي ټولنې معنا دا ده چې د حلالو خوړو امکانات پکې دومره ډېر وي چې حرامخورۍ ته
د چا پام هم نه وي، متاسفانه زموږ په ټولنه کې خلکو ته د کار موندنې په اړه دولتي
چارواکي خنډونه جوړوي، همدا لامل و چې عمر بن عبدالعزیز چارواکي او دولتي مامورین
یې له تجارت نه ددې لپاره منع کول، چې عامو خلکو او تاجرانو ته په کاربار کې خنډ
او ځنډ پیدا نه کړي، متاسفانه د کار او کارګر حقونه زیانمن او پایمال، له هر ډول
امن او سلامتیا څخه بې برخې دي. یعنې کاري جوړښت داسې رامنځته کړای شوی چې حلال
خواره هم یو ډول په حرامو کې ښکېلېږي.

No comments:
Post a Comment