قرآني پند خوار او بې وسه ولس


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني پند خوار او بې وسه ولس

وږي، تږي، بېوزلې او بېوسه به په خوراک او څښاک کې نه هېروئ!

«فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ».[1]

(پخپله يې هم وخورئ او تنګلاسو محتاجانو (اړمنو) ته يې هم وركړئ).

 «فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ كَذَلِكَ سَخَّرْنَاهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ».[2]

(نو له هغو نه يې پخپله هم وخورئ او پر هغو كسانو يې هم وخورئ چې قناعت كوونكي دي او په هغوكسانو هم چې خپلې اړتياوې وړاندې كړي. دغه څاروي موږ په همدې ډول ستاسې لپاره تابع كړي دي چې تاسې شكر وباسئ).

د مسلمانانو د تاريخ په زرينه برخه کې دا هم شته، چې غرونو کې غنم د مرغانو لپاره شيندل کېده.

د څارویو پرحقونو قرآني متن ټینګار کوي، څاروي پالنه قرآني او نبوي امر دی، پالنه يې شکر او ځپنه یې ناشکري ګڼل کېږي، زموږ په ټولنه کې د څارویو د حقونو په اړه دومره بې باکي شته چې څړځایونه او ورشوګانې د حقوقي او اجرایوي ارګانونو په لاس د متخصصو غاصبانو په طرح شخصي کېږي، د غواګانو، مېږو، وریانو، اوښانو، مېښو، نورو الوتونکيو مرغانو، ماهیانو او مچیو دومره فارمونه نه لرو چې خپل نسلونه په شیدو، پيریو، مستو، پنېرو، کوچ او ګبینو ماړه کړو، په داسې حال کې چې خیر امة اخرجت للناس په دې مکلف دی چې نورو ولسونو ته هم پورته خواړه د پورته آیت د جامع او مانع تطبیق په موخه ورسوي، ځکه زموږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم چې هر ډول خواړه به یې وخوړل دعا به کوله چې اللهم ارزقنا خیرا منه یعنې الهي! تر دې ښه خواړه راکړه! او کله چې به يې شېدې وڅښلې بیا به یې وویل: اللهم زدنا منه ای الله همدغه شېدې موږ ته ډېرې راکړه.

له لبنیاتو او ګبینو څخه د بشري پرګنو محرومیت د سلګونو اخلاقي، اجتماعي او روزنیزو نیمګړتیاو او تېروتنو بنسټ دی، د دې خلا ډکول د شیطاني وسوسو او لمسونونو پر خلاف د انسان پیاوړي کول او تقویه کول دي.

موږ چې د بقرې او انعام سورتونه لرو باید د څاروي داسې نړېوال فارمونه او تولیداتي فامریکې ولرو چې محروم ملتونه زموږ په لاس له هر څه برخمن شي.



[1]. الحج: ٢٨.

[2]. الحج: ٣٦.


No comments:

Post a Comment