لیکوال:محمدناصر حلیمي
له صالحانو سره په ملتیا صبر
صالح انسانان د عقدمنو شننو او ډنډورو ته ارزښت نه ورکوي، الله
تعالى سره خپلې اړيکې مضبوطوي او د مخلوق خدمت د الله رضا لپاره په پوره مينه او
ايمان په کره بڼه ترسره کوي. له بد
باوره او بې باوره خلکو په پروپاګند يې روحيه نه ماتېږي ؛ بلکې لا قوي کېږي. پر بې ايمانه او بد
باوره خلکو تکيه نکوي
«وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ
رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ
عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا
تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ
أَمْرُهُ فُرُطًا».[1]
(او خپل زړه
د هغو خلكو په ملګرتيا ډاډه كړه چې سبا او ماښام د خپل روزونكي پالونكي او واكوال خوښي
غواړي، او له هغو نه هېڅكله سترګې مه اړوه. ايا ته د دنیا ښكلا خوښوې؟ د يو داسې
چا اطاعت مه كوه چې زړه یې موږ له خپل ياده غافل كړی دى او د خپل نفس پيروي(پلیون)
يې غوره كړې ده او د هغه كړنلاره پر افراط او تفريط ولاړه ده).
قرآنپوهان
بايد د قرآن کریم لپاره د ژوند په بهير کې د عقل او عاطفې له پلوه سپېڅلي اوهوښیار
کاروانونه له ځان
سره ملګري کړي، که څه هم د لارويانو مالي امکانات کم، له دولتي پوړيو لرې او له
مادي محروميتونو سره مخ وي، له مفلسو
نېکانو سره ملتيا ډېر زغم غواړي ؛ خو خیر او برکت یې ډېر دی، پښېمانتیا او زیان نه
لري، معنوي مفلسان که ظاهراً ښکلی او
بسیا ژوند ولري،
مؤمن مسلمان بايد ورته ونه پخسېږي، ځکه چې دوی په پرديو مالونو شخوند وهي.
No comments:
Post a Comment