لیکوال:محمدناصر حلیمي
له الله سره پخه اړیکه
صابر مومن د ټولنې په اړه بې پروا نه وي، ځان سموي په
ټولنه کې د ښو چارو ترويج او بدو چارو له منځه وړلو لپاره کار کوي، ټولنه د حق
عدالت او توحيد پر محور څرخوي، د خپل هدف په لور روان وي او نه په شا کېږي.
«فَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ
الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا وَمِنْ اٰنَاءِ اللَّيْلِ فَسَبِّحْ وَأَطْرَافَ
النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضَى».[1]
(نو اى محمده (صلى الله
عليه وسلم)! دوى چې
كومې خبرې جوړوي پر هغو صبر وكړه او د خپل رب په ثنا او ستاينه د هغه پاكي بيان
كړه، له لمرخاته او لمر پرېواته نه مخكې او د شپې مهال يې
هم پاكي
بيان كړه او د ورځې په څنډو كې هم، ښایي چې ته راضي شې).
د کینه کښو، رخګرو او دښمنانو پروپاګند بايد د مؤمن
دریځ مات نه کړي، د الله تعالی په ذکر او ياد خپله ناهیلي ومنځي او د دښمن پر وړاندې که څومره زورور هم وي
د سپکاوي احساس ونه کړي، که د دوی په مجلسونو کې څومره زور او شور وي بیا هم
مسلمان په لمانځه کې له الله تعالی سره د ملاقات په ویاړ ډېر ویاړمن او ډېر
ډاډمن دی.
No comments:
Post a Comment