اقتصادي ظلم


لیکوال:محمدناصرحلیمي

 اقتصادي ظلم

اقتصادي منابعو ته وده نه ورکول اقتصادي ظلم دی، د اقتصاد په پياوړتيا کې له کانونو، لمر، دښتو، سيندونو، ځنګلونو.. ملي او بین المللي تجارتونو څخه، نه استفاده اقتصادي ظلم دی، د نعمتونو ناعادلانه وېش، بې کفایته او نا ژمنو ته د حکومتي بستونو سپارل اقتصادي ظلم دی. د حکومتونو بنسټیزه دنده د لوږې له منځه وړل او خلک پخپلو پښو درول او شتمنول دي. د عاقلو او عادلو حکومتونو ژمنه، کړنلار او نهايي مقصد ټولنیز عدالت، ټولنیز ثبات او د بشري پرګنو رواني آرامتیا، فکري وحدت، عملي ژمنتیا او د هلو ځلو انسجام دی.

د تجارت مخې ته خنډونه را ولاړول، دمالیي زياتول، دلويو تاجرانو له لارې د وړو تاجرانو پرځول اقتصادي ظلم دی.

جاهل خلک او ظالم حکومتونه تل خپله پانګه په نارواوو کې لګوي.او ملي پانګه په شخصي جیبونو کې اچوي، ولسونه له محرومیتونو سره مخ کوي: «وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ الله فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (٣٤) يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُونَ).[1]

او هغو خلكو ته چې سره او سپين زېرموي او د رب په لار كې یې نه لګوي. د دردناكې سزا زېرى پرې وكړه، دوى ته به يوه ورځ راشي، چې په همدې سرو سپينو به د دوزخ اورګرم كړاى شي او بيا به په هغو د دې خلكو وچولي اړخونه او شاګانې وداغل شي دا ده هغه خزانه چې تاسې د خپلو ځانونو لپاره زېرمه كړې وه، واخلئ اوس د خپلې زيرمه كړې شتمنۍ خوند وڅكئ).



[1]. التوبه: ۳۵.


No comments:

Post a Comment