لیکوال:محمدناصرحلیمي
سیاسي ظلم
د هېواد
کورنۍ او بهرنۍ ستراتیژۍ او پالیسۍ د ناپوهو، سخت زړو لوټمارو او شوکمارو له لارې رهبري کول سیاسي ظلم دی. سیاست
د انسان د ودې له لارې د کایناتو تسخیر ته وايې چې د انسان په خدمت کې شي که انسان
د سیاست له لارې انسان داسې مسخرکوي، چې خپلې انساني وړتياوې له لاسه ورکړي، دا
سیاسي
ظلم دی.
مذهبي، قومي،
ژبني، ګوندي، سیمه ییزو او توکمیزو تعصباتو ته په لمن وهلو ځان د واک ګدۍ ته رسول سیاسي ظلم دی، فرعوني حکومتونه تل خپل خلک سره په جنګوي او بیا ورباندې
حکومت کوي په اوسنى وينا: "بېلول او اېلول دواړه کوي" نا اهله مشران د خپلو
ولسونو د وروسته پاتېوالې اساسي عاملین دي، بیا د دې لپاره چې خپل "ټررر په پرر" پټ کړي خپلو ولسونو ته د خپلو
هېوادوالو نیمګړتیاوې بیانوي، افغانستان کې نا اهله مشران وږي پښتانه د وږو
تاجکانو، وږي تاجکان د وږو پښتنو پر ضد همداسې ازبک، هزاره، پشه یي، ایماق او... مختلف
قومومونه، ژبې، ګوندونه او توکمونه یو د بل پر ضد ځکه پاروي او کاروي چې د خپلۍ
مشرۍ نیمګړتیاوې پکې پټې کړي د نړۍ په کچه تر تعصب پاروونکیو درواغجن مشران مې نه
دي لیدلي، دوی واړه فرعونیان دي، غټ فرعون د انسانانو د وېش له لارې وکولای شو، چې
پرخلکو خپله خدايي ومني، د تعصب مخکښان د خپلو ولسونو د وړتیاوو د ځپلو ناځوانه او
بې وجدانه لوبغاړي دي، دوی خپل پلویان له الهي او بشري حقونو څخه بې پروا او په
شخصیت ځپونکیو شعارونو کې یې مادي او معنوي ځواکونه وژني، لاندې آیت ته ځیر شئ!
الله
تعالی فرمایلي دي: «إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا
شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَآءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي
نِسَآءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ».[1]
(فرعون تر
نورو ځان لوړ کړ، خلک یې پر ډلو ټپلو ووېشل، هرې ډلې به بله ډله ځپله او کمزورې
کوله زامن یې ورته وژل او ښځې به یې پرېښودلې او دی له مفسدینو څخه و).
ولسونو سره د دوی ستونزې شریکول او د واقعیتونو پر محور د
دوی سره غږېدل د پېغمبري برنامو سرټکي وو، د سیاسي چارو او حالاتو معکوسه ارزونه فرعوني پالیسي او سیاسي ظلم دی.
«عَنْ
أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رسول الله ﷺ:"ثَلَاثَةٌ لَا يَنْظُرُ الله
إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ الْإِمَامُ الْكَذَّابُ والشيخ الزاني والعائل
المزهو».[2]
(له ابی
هریره رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله ﷺ وویل: درې کسانو ته
الله تعالی د رحمت په سترګه نه ګوري: دروغجن مشر، زناکار بوډا، نشتمن كبرجن).
دروغجن مشر تر زناکار او نشتمن کبرجن ځکه ډېر بد دی
چې دروغجن مشر د خپلو پلویانو د ژوند ټول اړخونه له داسې نه جبرانېدونکي خطر او ضرر سره مخ کوي چې خلک زنا او کبر ته
خپله هوسېږي.
«عَنْ
سُفْيَانَ بْنِ أَسِيدٍ الْحَضْرَمِىِّ قَالَ سَمِعْتُ رسول الله -صلى الله عليه
وسلم- يَقُولُ:"كَبِرَتْ خِيَانَةً أَنْ تُحَدِّثَ أَخَاكَ حَدِيثًا هُوَ
لَكَ بِهِ مُصَدِّقٌ وَأَنْتَ لَهُ بِهِ كَاذِبٌ». [3]
(له سفيان
بن اسيد الخضرمي رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ
وَسَلَّم وویل: دا ستر خیانت دی چې خپل ورور ته دروغ وايې، خو هغه دې بيا هم ريښتينی
ګڼي).
له خپل ولس سره
دروغ ویل ستر سیاسي جنایت دی، چې په هېڅ ډول نشي جبیره کېدای. ککړ سیاستوال چې په
غصب، اختلاس او فساد کې لاس لري، له الله تعالی او خلکو، نه شرمېږي او د واک پرګدۍ ناست وي، سیاسي ظلم ګڼل کېږي، زموږ ستونزه دا ده چې
سياستوال د رښتياو په جامه داسې دروغ راسره وايي چې لسګونه کلو نه يې زيانونه نشو
جبرانولای.
«عَنْ
عَبْدِ الله بْنِ عَمْرٍو، أَنَّ رسول الله ﷺ قَالَ:"أَرْبَعٌ إِذَا كُنَّ
فِيكَ فَلَا عَلَيْكَ مَا فَاتَكَ مِنَ الدُّنْيَا: حِفْظُ أَمَانَةٍ، وَصِدْقُ
حَدِيثٍ، وَحُسْنُ خَلِيقَةٍ، وَعِفَّةٌ فِي طُعْمَةٍ ». [4]
(له
عبدالله بن عمرو رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله وویل: څلور خویونه چې در
کې وو، که هېڅ دې نه هم درلوده هېڅ پرې مه خپه کېږه!: امانت ساتنه، ريښتینې وینا، ښه
اخلاق او پاک خواړه).
«عَنْ
عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ، أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ قَالَ:"اضْمَنُوا لِي سِتًّا
مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَضْمَنْ لَكُمُ الْجَنَّةَ: اصْدُقُوا إِذَا حَدَّثْتُمْ، وَأَوْفُوا
إِذَا وَعَدْتُمْ، وَأَدُّوا إِذَا اؤْتُمِنْتُمْ، وَاحْفَظُوا فُرُوجَكُمْ، وَغُضُّوا
أَبْصَارَكُمْ، وَكُفُّوا أَيْدِيَكُمْ».[5]
(له عباده
بن صامت رضي الله عنه نه روایت دی چې پېغمبر ﷺ وویل: ماته د شپږو شیانو ضمانت
راکړئ زه تاسوته د جنت ضمانت درکوم: چې غږېږئ رښتیا ووایئ، چې وعده کوئ پوره یې
کړئ امانتونه خپلو خاوندانو ته وسپارئ! خپل شرمځايونه وساتئ! سترګې مو ښکته کړئ!
او ناروا مه کوئ).
په ټاکنه
يا ګومارنه او ګوښه کونه کې پورته احادیث باید معیار وي.
عمر رضى
الله عنه د دغسې فاسدو واکمنانو شکایت الله تعالی ته کوي او وايي:«اللهم إني أشكو
إليك جلد الفاجر، وعجز الثقة».[6](یا الله تعالی! د بد عملانو له ځواکمنۍ او د نېک عملانو له کمزورۍ پناه در
وړم).
د عمر رضی الله هدف دادی چې صالح انسانان مسلکي او کاري
وروزئ چې ټولنیز قیادت مفسدینو ته په لارس ورنشي او همدا راز د مسلکي خلکو عقلي، روحي او جسمي انحرافات
معالجه کړئ چې اداري فساد ختم او ټولنه د فردي او ټولنیزو اصلاحاتو او پرمختیاوو
اتله او مالي درنښت په ملي درنښت رامنځته شي.
د صالحو انسانانو متخصص کول او د متخصصینو صالح کول سياسي
عدل او د پېغمبري اصلاحاتو بنسټونه دي.
پارلمان، وزارت
او ریاستونو ته د مالي امکاناتو له لارې، لار موندنه د سیاسي ظلم ریښې خړوبوي او فساد جرړې مضبوطوي.
حکومت ته داسې انجن جوړول چې غوړ یې اداري او مالي فساد، تېل یې د انسانانو وینې، مبلایل
یې د کونډو او یتیمانو اوښکې او آهونه.. چلوونکي یې د خېټې او شهوت مریان، د حکومت
کونجي د بې عقلو او یا عقلمنو خبيثانو په لاس کې ټينګول سیاسي ظلم دی.
[1]. القصص: ۴.
[2]. ابن حبان ، ابو حاتم
البستي محمد بن حبان بن التميمي ، ج 16 ، ص 332.
[3]. الشيباني ابو عبد الله
أحمد بن محمد بن حنبل بن هلال بن أسد بن حنبل ، مسند أحمد ، ج 29 ، ص 183.
[4]. الشيباني ابو عبد الله
أحمد بن محمد بن حنبل بن هلال بن أسد بن حنبل ، مسند أحمد ، ج 11 ، ص 233.
[5]. الشيباني ابو عبد الله
أحمد بن محمد بن حنبل بن هلال بن أسد بن حنبل ، مسند أحمد ، ج 37 ، ص 417.
[6]. الصلابي ، علي محمد علي
الصلابي فصل الخطاب في سيرة ابن الخطاب ، ج 1 ، ص 318.
No comments:
Post a Comment