عبادي ظلم


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

عبادي ظلم

د اسلام عادلانه نظام له انسان نه د الهي او بشري حقونو په اداء کې توازن غواړي، چې د عبادت په نامه د بنده ګانو حقونه تروړل عبادي ظلم ګڼل کېږي. په عباداتو کې په افراطي او تفريطې بڼه خلکو ته روحيه ورکول، د عبادت په نامه له ژمنو بې پروا کېدل او د ژمنو د اداء په نامه له عبادت نه بې پروا کېدل عبادي ظلم دی.

لاندې حدیث ته ښه ژور ځير شئ: «عَبْدُ الله بْنُ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عَنْهُمَا قَالَ لِي رسول الله؟ يَا عَبْدَ الله أَلَمْ أُخْبَرْ أَنَّكَ تَصُومُ النَّهَارَ وَتَقُومُ اللَّيْلَ فَقُلْتُ بَلَى يَا رسول الله قَالَ فَلَا تَفْعَلْ (لَا تَفْعَلْ) صُمْ وَأَفْطِرْ وَقُمْ وَنَمْ فَإِنَّ لِجَسَدِكَ عَلَيْكَ حَقًّا وَإِنَّ لِعَيْنِكَ (لِعَيْنَيْكَ) عَلَيْكَ حَقًّا وَإِنَّ لِزَوْجِكَ عَلَيْكَ حَقًّا وَإِنَّ لِزَوْرِكَ عَلَيْكَ حَقًّا وَإِنَّ بِحَسْبِكَ أَنْ تَصُومَ كُلَّ (مِنْ كُلِّ-فِي كُلِّ) شَهْرٍ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ فَإِنَّ لَكَ بِكُلِّ حَسَنَةٍ عَشْرَ أَمْثَالِهَا فَإِنَّ ذَلِكَ (فَإِذَنْ ذَلِكَ) صِيَامُ الدَّهْرِ كُلِّهِ فَشَدَّدْتُ فَشُدِّدَ عَلَيَّ قُلْتُ يَا رسول الله إِنِّي أَجِدُ قُوَّةً قَالَ فَصُمْ صِيَامَ نَبِيِّ الله دَاوُدَ عَلَيْهِ السَّلَامُ وَلَا تَزِدْ عَلَيْهِ قُلْتُ وَمَا كَانَ صِيَامُ نَبِيِّ الله دَاوُدَ عَلَيْهِ السَّلَام قَالَ نِصْفَ الدَّهْرِ فَكَانَ عَبْدُ الله يَقُولُ بَعْدَ مَا كَبِرَ يَا لَيْتَنِي قَبِلْتُ رُخْصَةَ النَّبِيِّ». [1]

(له عبدالله بن عمر رضي الله عَنْهُمَا وايي: رسول الله ﷺ راته وویل: خبر شوی یم چې د ورځې روژه او دشپې په لمانځه ولاړ يې!. هغه وویل: هو یا رسول الله! رسول الله ﷺ وویل: داسې مه کوه! کله روژه او کله بوزه شه! د شپې کله لمونځ کوه او کله ویده کېږه! بدن دې درباندې حق لري، سترګې دې درباندې حق لري، مېلمه دې درباندې حق لري، دومره بس دی چې د میاشتې درې ورځې روژه یې، الله تعالی په هرې نېکۍ لس ثوابونه درکوي او دا داسې شو لکه چې ټول عمر روژه یې. ما خبره کلکه کړه هغه هم راسره ومنله، په آخره کې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل: بیا د داوود روژه ونیسه! ما وویل: د داود روژه څنګه ده؟ هغه وویل: نیمايي ژوند روژه او نیمايي بوژه وو، عبدالله رض به تل دا خبره کوله، چې کاشکې مې د رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم پر رخصت مې عمل کړى واى).



[1]. بخاري ، جعفي ، صحيح الجامع ، صحيح البخاري ج 3 ، ص 40 حديث نمبر: 1975.


No comments:

Post a Comment