لوړ اهداف یعنې څه؟


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

لوړ اهداف یعنې څه؟

انسان ته وايي که تا د فکر، وینا او عمل له پلوه ځان د سپېڅلتیا او ګټورو فعالیتونو لوړې مرحلې ته ورساوه، الله تعالی به ستا شي.

خودی کو کر بلند اتنا کہ ہر تقدیر سے پہلے

خدا بندے سے خود پوچھے بتا تیری رضا کیا ہے [1].

خودي دومره لوړه بويه، چې له هر تقدير نه مخکې

خداى له خپل بنده نه غواړي، چې څه غواړې

يانې (خودي (انا) دې دومره لوړه کړه، چې له تقدیره مخکې الله پخپله بنده وپوښتي، چې څه دې خوښه ده؟)

په دې اړه لاندې حدیث په دقت سره ولولئ او په دې ځان پوه کړئ چې اسلام انسان ته څومره لوړو پوړیو ته درسېدو واقعي پلان لري:

«عَنِ الْحَسَنِ، قَالَ: «يَقُولُ اللَّهُ: مَا تَقَرَّبَ إِلَيَّ عَبْدِي بِمِثْلِ مَا افْتَرَضْتُ عَلَيْهِ، وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ، فَأَكُونَ عَيْنَيْهِ اللَّتَيْنِ يُبْصِرُ بِهِمَا، وَأُذُنَيْهِ اللَّتَيْنِ يَسْمَعُ بِهِمَا، وَيَدَيْهِ اللَّتَيْنِ يَبْطِشُ بِهِمَا، وَرِجْلَيْهِ اللَّتَيْنِ يَمْشِي بِهِمَا، فَإِذَا دَعَانِي أَجَبْتُهُ، وَإِذَا سَأَلَنِي أَعْطَيْتُهُ، وَإِنِ اسْتَغْفَرَنِي غَفَرْتُ لَهُ».[2]

(له حسن رضي الله عنه نه روایت دی، چې الله تعالی وايي: تر هر څه په فرایضو زما بنده راته ډېر نږدې کېږي، خو کوم بنده، چې په نوافلو راته تردې رانږدې شو چې راباندې ګران شو، زه به یې سترګې شم چې لیدل به راباندې کوي. غوږونه به یې شم چې اورېدل را باندې کوي. لاسونه به یې شم چې نیول را باندې کوي. پښې به ېي شم چې تګ را باندې کوي. چې دعاء وکړي دعاء یې قبلوم. که سوال یې رانه وکړ ورکوم یې. که بښنه رانه وغواړي بښنه ورته کوم).

 خو چې پر قرآن کریم حقپالنه وشي، نه ځان ستاينه، بل غندنه مال موندنه.

«عَلِي بْنُ أَبِي طَالِبٍ رضي الله عنه وايي: « إِنَّكَ إِنْ بَقَيْتَ سَيَقْرَأُ الْقرآن ثَلَاثَةٌ: صِنْفٌ لِلَّهِ عَزَّ وَجَلَّ، وَصِنْفٌ لِلْجِدَالِ، وَصِنْفٌ لِلدُّنْيَا، وَمَنْ طَلَبَ بِهِ أَدْرَكَ».[3]

(علي رضي الله عنه وايي: که پاتې شوې ؛ نو درې ډوله قرآن کریم لوستونکي خلک به وګورې، یوه برخه د الله تعالی لپاره، دوهم د جدال او ناندرۍ لپاره او درېيمه ډله د دنیا لپاره او هر څوک چې هر څه غواړي، همغه په لاس ورځي).

ملتونه هومره د ذلت په دام کې نښلي څومره چې د حقارت احساس او خپلمنځي شخړې لري. د قرآن کریم لوستل او پرې پوهېدل په وګړو او ټولنو کې د حقارت احساس له منځه وړي، د عزت او وحدت احساس پکې ځایوي.

 رسول الله ﷺ چې خپل ملګري د عزت پر احساس عزتمن وروزل، صحابه د څومره لویو بشري پرګنو لپاره رښتیاوو په چوکاټ کې د خیر سرچينه، د انسانيت لوړه بېلګه او د نېکمرغۍ ذریعه شول. لامل يې عزتمنه روزنه د مینې، عدل او رحم پر بنسټ د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لوري د صحابو متوازنه پالنه او روزنه وه.



[1]. کشاف الالفاظ اقبال (اردو) ، طلوع اسلام. Concordance of aqbal ، s Poetry.

[2]. الأزدي ، معمر بن ابي عمر راشد ، ابو عروة البصري جامع معمر بن راشد ، ج 11 ، ص 192.

[3]. الجرجاني الشجري ، يحيى بن الحسين ، بن إسماعيل بن زيد الحسني ، ترتيب الأمالي الخميسية للشجري ، ج 1 ، ص103.


No comments:

Post a Comment