لیکوال:محمدناصرحلیمي
عبدالله بن مبارک يوه هسکه بېلګه:
اوزاعي رحمه الله وايي: «لو رأيت ابن المبارك
لقرت عينك».
(د ابن مبارك په لیدلو سره سترګې رڼېدې او
خوښېدې).
سفیان ثوري رحمه الله وايي: (څومره چې خواري
وکړم د کال درې ورځې د ابن مبارک غوندې نشم کېدای).
پوهان راټول شول او ويې ويل: راځئ د ابن مبارک
مواصفات وواياست. هغوى وويل: پوهه، فقيهه، اديب، نحوي، د لغت استاد، زاهد، فصيح، شاعر،
تهجد کوونکى، عابد، حاجي، غازي، زړور، شاهسوار، پياوړى، ژبه يې پخپل واک کې، عادل،
له خپلو ملګرو سره پخلا.
د ابراهیم بن ادهم، حسن بصري ابن سيرين او امام غزالي.. رحمهم الله تعالی د تاریخ په
لوستو سړی د ريښتیني ایمان په خوند پوهېږي. ټول انسانيت ته داسې لوړه اعتقادي او پاکه عبادي روحیه ورکوي، چې له الله تعالی پرته یې بل
چا ته سر نه ټيټېږي او نور انسانان له سر ټيټۍ ژغوري.
په نړۍ کې همدا اوس په
ملیاردونو خلک کاڼو، بوټو، فلزاتو، لمر، ستورو، سمندرونو او غرونو ته سر ټيټوي ؛ خو
قرآن کریم انسان ته داسې درس ورکوي، چې بې له الله تعالی به د انسان عقل، عاطفه او
وجود بل چا ته نه ټيټيږي.

No comments:
Post a Comment