لیکوال:محمدناصرحلیمي
سفساف یعني څه؟
امام
شيباني جزري وايي: «السَّفْسَاف: الأمر الحقير والردئ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ، وَهُوَ
ضِدُّ المعالِى والمكارِم. وَأَصْلُهُ مَا يَطِيرُ مِنْ غُبار الدَّقِيقِ إِذَا
نُخِل، والترابِ إِذَا أُثِيرَ».[1]
(سپک، چټي
او بې ارزښته ته سفساف وايي چې د لوړو او درنو چارو ضد دی، په اصل کې د ګرد او
اوړو ذرې ته وايي).
«و ان
محبة المرء المکارم من الاخلاق، و
کراهيته سفسافها هو نفس
العقل».[2] ( عقل دادی چې انسان
عزتمن او هسک اخلاق خوښ کړي او سپک خويونه بد وګڼي او ځان ترې وژغوري).
په لاندې روایت کې د ابن مبارک په آند سپک هغه دی چې ...
« وسئل ابن المبارك مَنْ الناس؟ قال العلماء: فمن
الملوك؟ قال: الزهاد. فمن سفلة الناس؟ قال: الذين يعيشون بدينهم».[3]
(عبدالله بن مبارک وپوښتل شو، چې خلک
څوک دي؟ هغه وویل: عالمان. هغه وویل: پاچایان څوک دي؟ ده وویل: زاهدان. هغه وویل:
سپک خلک څوک دي؟ ويې ویل: چې په دین دنیا ګټي).
د قرآن کریم زده کوونکى باید هغه څه وکړي، چې د
ټولنې پاک او لوړ همته خلک یې کولو ته وپسخیږي او په ترسرولو یې ونه شرمېږي.
[1]. ابن الأثير ، مجد الدين
بن محمد بن محمد بن محمد ابن عبد الكريم الشيباني الجزري ، النهاية في غريب الحديث
والأثر ، ج 2 ، ص 374.
[2]. ابن حبان ، ابو حاتم
البستي محمد بن حبان بن التميمي ، روضة العقلاء و نزهة الفضلاء ص ٨.
[3]. څېړونکي ډله ، علوي بن
عبدالقادر الستاف ، موسوعة الفرق المنتسبة للإسلام ، الدرر السنية ج 6 ، ص 490.

No comments:
Post a Comment