لیکوال:محمدناصرحلیمي
په احاديثو کې د حامل القرآن معنا:
په پورته حدیث کې د قرآن کریم لوستونکي او زده کوونکي ته
لاندې مواصفات منسوب شوي دي:
حامل القرآن: (قرآن کریم له ځان سره وړونکی وي، يعنې د قرآن
کریم د لارښوونو پلی کوونکی.
غیرالغالي: هغه چې پکې غلو نه کوي، فرایض د استحباب او
استحباب د فرایضو ځای ته نه رسوي، په حقوق العباد حقوق الله او په حقوق العباد حقوق الله نه
ضایع کوي.
لیس الجافي: (وچ، کلک، سخت زړی او پوچ خولی نه وي).
وَلَا المهين: (سپک او کمزوری نه وي).
غیرالقالي: (چې چغلي نه کوي او دوه سره په جنګ نه اچوي).
«عَنْ
عَبْدِ الله بْنِ مَسْعُودٍ، قَالَ: إِنَّ مُحَمَّدًا ﷺ قَالَ: «أَلَا أُنَبِّئُكُمْ
مَا الْعَضْهُ؟ هِيَ النَّمِيمَةُ الْقَالَةُ بَيْنَ النَّاسِ».[1] له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت دى،
چې محمد صلی الله عليه وسلم ويلي دي آيا خبر دې کړم چې (غوسه) څه ته وايي؟ دا چغلۍ
او د خلکو ترمنځ د خبرو وړلو، راوړلو ته وايي.
امام شیباني د القالي معنا داسې کوي:
«أرَادَ بِهِ حِكَايَةَ أَقوال النَّاسِ».
(څوک چې د خلکو خبرې رسوي، یعنې د قرآن کریم قاري باید د
خلکو خبرې
ونه رسوي).
«والبَحْثَ عمَّا لَا يَجْدِي عَلَيْهِ خْيراً وَلَا
يَعْنِيه أمْرُه».
(په هغو خبرو پسې ګرځېدل چې خیر ترې نه را ولاړېږي او نه د
چارو په پرمخ وړلو کې ورسره مرسته کوي).
«كَثْرَةُ القَول». (ډېر ګړبېدل او ګړېدل).
د پېغمبر روزل شوي اصحاب به د ډېر کار لپاره لږې خبرې کولې. د قرآن
کریم حافظ باید د ډېر کار لپاره لږې خبرې وکړي، د بدن غړي، عاطفي او عقلي قوتونه
هدفمن او پایله وال وکاروي.
«وَإِيقَاعُ
الخُصومة بَيْنَ النَّاسِ». (خلک یو له بل سره جنګول).
(یعنې د قرآن کریم حافظ باید یو بل په جنګ وانه چوي).
بِمَا يُحْكَى لِلْبَعْضِ عَنِ الْبَعْضِ[2]. (د یوه خبره بل او د بل خبره بل ته وړل).
«غیرالجافي». « والجافي عَنهُ التارك لَهُ وللعمل بِهِ».[3]
د قرآن کریم قاري باید قرآن کریم
پرېښودونکی
بی ثمره، بې ګټې
او بد چاری نه وي.
جاف: وچ کلک ته وايي.
د وچ ډډ غوندې نه وي، چې پاڼې، څانګې، مېوې او ګلان و نه
لري، د یوې مثمرې ونې په څېر باید د خپلو ملګرو، ټولنو او حکومتونو د ثبات او پرمختګ لپاره کار و زیار وکړي.
«عَنْ جَابِرٍ، عَنِ النَّبِيِّ ﷺ قَالَ: إِنَّ الله رَضِيَ
لَكُمْ مَكَارِمَ الْأَخْلَاقِ، وَكَرِهَ لَكُمْ سَفْسَافَهَا».[4] (له جابر نه روایت دی، چې رسول الله ﷺ ویلي
دي: الله تعالی تاسو ته ډېر عالي خویونه او درانه اخلاق خوښ كړي او
سپک اخلاق یې بد ګڼلي).
«عَنْ جَابِرٍ قَالَ: قَالَ رسول الله ﷺ: «إِنَّ الله
جَمِيلٌ يُحِبُّ الْجَمَالَ، وَيُحِبُّ مَعَالِيَ الْأُمُورِ، وَيَكْرَهُ
سَفْسَافَهَا».[5]
(له جابر رضي الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله ﷺ ویلي
دي: الله تعالی ښکلى دی، ښکلا او لوړې چارې خوښوي).
«عَنِ الْحُسَيْنِ بْنِ عَلِيٍّ، قَالَ: قَالَ رسول الله ﷺ:
«إِنَّ الله يُحِبُّ مَعَالِيَ الْأُمُورِ وَأَشْرَافَهَا، وَيَكْرَهُ
سَفْسَافَهَا».[6]
(له حسین بن علي رضي الله عنهما نه روایت دی، چې رسول الله
ﷺ ویلي دي: الله تعالی ډېرې لوړې او درنې چارې خوښوي او سپکې نه خوښوي).
«وَعَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ - رضي الله عنهما - قَالَ: قَالَ
رسول الله صلى الله عليه وسلم:"إِنَّ الله عز وجل جَوَادٌ يُحِبُّ الْجُودَ، وَيُحِبُّ
مَعَالِيَ الْأَخْلَاقِ، وَيُبْغِضُ سَفْسَافَهَا».
(له ابن عباس رضي الله عنهما نه روایت دی، چې رسول الله ﷺ
ویلي دي: الله تعالی ډېرسخي دی سخاوت خوښوي. لوړ اخلاق او درانه خویونه خوښوي، ټيټ
او سپک اخلاق يې نه خوښېږي)
[1]. قشيري ، مسلم بن الحجاج
، صحيح مسلم ج ص. مشكول ج, 13 ص 12.
[2]. الهروي ، ابو عبيد
القاسم بن سلام ، غريب الحديث ، ج 3 ، ص483.
[3]. ابن الاعرابي أبو سعيد
أحمد بن محمد بن زياد بن بشر بن درهم البصري الصوفي ، ج 3 ، ص 943.
[4]. الطبراني ، الحافظ ابي
القاسم سلېمان بن احمد ، المعجم الأوسط ، ج ۷ ، ص۷۸.
[5]. القضاعي¸ابو عبدالله
محمد بن سلامة ، مسند الشهاب القضاعي ج 2 ص 150.
[6]. صهيب عبدالجبار ، الجامع
الصحيح للسنن والمسانيد ج 10 ص 8.

No comments:
Post a Comment