صبر او یقین


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

صبر او یقین

د الله تعالی لپاره صبر، صبر جمیل دی، د صبر بدله دنیا کې بريا او اخرت کې جنت دى، په دې شرط چې صبر او زغم د الله د رضا د حصول لپاره شوې وي.

«وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ».[1]

(او د خپل رب لپاره زغم وکړه!).

«فَاصْبِرْ صَبْرًا جَمِيلًا».[2]

(داسې صبر وکړه چې بې له الله تعالی بل چا ته شکایت ونه کړې).

دالله تعالى رضا لپاره په خوښۍ او کامیابۍ په پوره باور سره عالي اهدافو ته د رسېدا او ترلاسه کولو په موخه د ستړیاوو زغمل او د ستومانیو ګالل.

الله تعالی وايي: «وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِاٰيَاتِنَا يُوقِنُونَ».[3]

(او كله چې هغوی صبر وكړ او زموږ پر آيتونو باندې يې باور وكړ ؛ نو په هغو كې موږ داسې لارښوونكي مشران پيداكړل چې زموږ په امر يې لارښوونه كوله).

 عزتمنه او عزت بښونکې مشري د يقين او صبر له چينې موندل کېږي بې عزته او سپکه مشري لنډپارو او بې بندوباره خلکو ته ورکول کېږي.

«قَدْ بَيَّنَّا الْاٰيَاتِ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ».[4]

(یقینا موږ خپل آیتونه هغو قومونو ته وښودل چې یقین او باور لري).

«أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ الله حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ».[5]

(كه دوى د خداى له فيصلې څخه مخ اړوي نو آيا بيا د جاهليت فيصله غواړي؟ په داسې حال كې چې كوم خلک پر الله تعالی باور لري، د هغو په نزد له الله تعالی نه بل غوره فيصله كوونكى هېڅ نشته).

«وَ فِي خَلْقِكُمْ وَمَا يَبُثُّ مِنْ دَابَّةٍ اٰيَاتٌ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ». [6]

(او ستاسې خپل پيدايښت او په هغو ژویو كې چې الله تعالی يې (په ځمكه كې) خوروي د باورکوونکي قوم لپاره څرګندې نښانې دي).

«هَذَا بَصَآئِرُ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ».[7]

(دا د ټولو خلکو لپاره د بصيرت روښنايۍ دي هدايت او رحمت د هغو خلكو لپاره دی چې باور کوي).

د یقین او باور د پیاوړتیا لپاره د اوسني ساینس څېړنې تر هر څه ډېرې اغېزمنې دي د علمي خلکو د ذهني اقناع لپاره، دیني علماء باید د ساينس په اړه مسلکي، څېړنیزه، پرتلیزه ډګریز او سیمه ییزه روزنه واخلي.



[1]. المدثر: ٧.

[2]. المعارج: ۵.

[3]. الم سجدة: 24.

[4]. البقرة: 118.

[5]. المائده: ٥٠.

[6]. الجاثیة: ٤.

[7]. الجاثیة :20.


No comments:

Post a Comment