لیکوال:محمدناصر حلیمي
الهي نعمتونه
د الهي نعمتونو پېژندل او د کار اخستنې دود هم
د ټولنيزې علمي کچې په پرتله وي، څومره چې خلک د بشري او طبيعي سرچينو او شته عناصرو په اړه ډېر
معلومات ولري، هومره د الله د نعمتونو شمېر او کار اخستنې په دود پوهېږي.
بشر چې څومره الهي نعمتونه پېژني او په اړه يې
خپل مسؤليت ادا کوي هومره د هدايت منلو، عملي کولو او هضمولو ته چمتو کېږي چې د نعمت يه اړه
لاندې عنوانو پېژندل اړين دي:
1. نعمت پېژندنه
که څه هم الهي نعمتونه له شمېره وتي دي، د شمېرلو
توان یې له هېچا سره
نشته ؛ [1] خو بیا هم انسان باید د هغو نعمتونو کره شمیره له
ځان سره ولري چې د ساتنې، پالنې، استفادې او شکر ایستنې په اړه يې پوښتل کېږي.
مثلا: د انسان په بدن کې
کوم نعمتونه
دي؟ د نېکو چارو اجرا ته څه ډول چمتو، پرځای استعمال، حقوق الله او حقوق العباد څه
ډول ورباندې ادا شي؟ د زوال مخه یې څه ډول ونیول شي؟
پلار ته زوی، زوی ته پلار، خاوند ته مېرمن، مېرمن ته خاوند، مور ته لور او
لور ته مور، حکومت ملت او ملت حکومت ته، کاینات انسان او انسان کایناتو ته، یو
انسان بل انسان ته، .. یو دیني عالم بل دیني عالم ته، یو نېک انسان بل نېک انسان ته نعمتونه دي دوی د یو بل په پالنه او روزنه
ژمن دي، بیا هم مسلمان باید د اعتقادي، سیاسي، اقتصادي، روغتیايي، ښوونیزو او
روزنیزو.. نعمتونو د ترلاسولو او ترویج لپاره باید کار وکړي او زیار وګالي.
2. د نعمت ساتنه او پالنه
انسان نړۍ ته راغلی چې الهي نعمتونه د الهی امانتونو په توگه له
خطر او زیان څخه وساتي او د بشري ستونزو د حل لپاره یې وپالي، وده ورته ورکړي او
ګټه ترې واخلي، هغه فردي نعمتونه وي او که اجتماعي.
3. د فردي نعمت یوه بېلګه
غاښونه الهي نعمت دي، که وخت پر وخت ووینځل شي، مسواک،
برس او کریم پخپل وخت وکارول شي او له غاښ وینځلو مخکې ویده نشي، په سرسري درد
ډاکټر ته ورشي، غاښونه هم وساتل شو او هم وپالل شو او د زوال مخه یې هم ونیول شوه،
د دې شکر په مقابل کې انسان له لسګونو داخلي ناروغیو څخه ژغورل کېږي، د
معدې، هاضمې
او نور.. جهازونه هم له تخریب څخه بچېږي، همداسې د هر نعمت
ساتنه او پالنه د نورو نعمتونو د پالنې او ساتنې لپاره ذریعه او وسیله ده، همداسې
په لوړه کچه د اقتصادي، سیاسي، امنیتي، زراعتي، طبیعي نعمتونو ساتنه او پالنه یو د
بل ساتندویان او پالندویان دي.
4. د بشري نعمت یوه بېلګه
د انسان وجود
ستر الهي
نعمت دی، د انسان په وجود کې عقل او عاطفه تر ټولو نعمتونو ستر نعمتونه دي، هره
ټولنه په همغه کچه نېکمرغه ده چې مادي او معنوي امکانات یې د بشري عقلي او عاطفي
منابعو د ودې لپاره کارول کېږي او هومره بد مرغه او په جنجالنو کې ښکېله ده، څومره
چې د دې دوو نعمت زېږوونکو نعمتونو په اړه غافل، تمبل او خاین وي.
د بشر ژويو، نباتاتو او چاپيريال پالنې له لارې موږ د ژوندانه
له ټولو طبیعي او اجتماعي نعمتونو څخه په لوړه کچه ګټه
کولاى شو.
5. د طبيعي
نعمت يوه بېلګه
کانونه، سیندونه،
کارېزونه، لمر او داسې نور.. د الله تعالی نعمتونه دي.
لمر د الله تعالی نعمت دی، هره ورځ زمکی ته په زرګونو کالوري انرژي ورکوي، که ګټه ترې وکړو او همدغه انرژي وساتو او و يې پالو،
په انسانانو کې خیرات اخستونکی او په څارویو کې خوار ځواکی
څوک نشي موندلای، اساسي اړتیاوې به د ټولو خلکو حل وي.
که سیندونه مهار شي، جل وهلې دښتې او شاړې میرې پرې ښېرازې شي، د مرغانو
خوږې نغمې به ډېر خپه زړونه خوښ او سوکاله کړي، هرې خواته به د بلبلانو خواږه او
په زړه پورې شور ماشور وي.
که له کانونو په فني توګه ګټه پورته کړو او عادلانه یې ووېشو، هېواد به مو
د نړۍ د بېوزلو په پاللو کې تر نړېوالو مخکښ هېواد وي.
6. د نعمت کره
او پرځای استعمالول
نعمتونه باید پرځای استعمال شي، په دې معنا چې الهي او بشري حقونه پرې ادا
او په متوازنه بڼه د انسانانو عقلي، رواني وړتياوې وده وکړي، کارنده شي، د لټۍ او تمبلۍ په رنځ رنځور
او د هوس په دام کې ښکېل نشي.
7. د نعمت په
کارولو کې احتیاط
د نعمت په کارولو کې داسې احتیاط پکار دی، چې نور مخلوقات له مادي او
معنوي پلوه زیانمن نشي مثلا: د حلالې ګټې پیسې درسره زیاتې دي، زمکه دې هم حلاله
ده، نو کور دومره مه لوړوه چې پر ګاونډیو دې لمر او ازاده هوا، بنده کړې او د هغوی
ستر او پرده وګواښې.
8. قيادتونه او
د عامو خلکو ژوند
څومره چې د ټولنيزو چارو د مشرانو ژوند بې تکلفه او ساده وي، هومره ټولنه
د هدايت په لور ګامونه اخلي، که د قيادتونو په نامه مشران د ملت پر مال عالي خوراک،
لوړ څښاک او ګران بيه پوښاک ولري او ملت يې په ولوږه او محروميت کې ژوند تېروي، داسې
ملت له دې لارې ژورې کندې ته غورځي.
په دې اړه د ستر قرآنپوه عمر بن عبدالعزیز (رضي الله
عنه) کار ته ځیر شئ او د عمر بن عبدالعزیز اولادونو ته چا ښکلې جامې را ولېږلې، عمر
بن عبدالعزیز خپل بچيان راټول کړل او ورته یې وویل: بچيانو دا جامې ستاسې دي، حق
نه لرم چې درڅخه یې واخلم ؛ خو که تاسو له دې جامو سره ووځئ او بېوزله همزولي مو د
داسې جامو د اغوستو توان ونه لري که تاسې وویني د کمترۍ احساس به وکړي[2].
مېرمنې يې فاطمې خپله ټوله گاڼه
دولت ته وسپارله، سره له دې چې په تاریخ کې یواځنۍ مېرمنه ده چې د پاچا مېرمن، د
پاچا لور، د پاچایانو ورېره او د پاچایانو خور وه.
خو قرآني رڼا يې زړه د خلکو په درد دومره دردمنه کړې
وه، چې ښځینه ذوق د پاللو پر ځای يې کونډې وپاللې د ايمان له پلوه نيمګړې ښځې خپل
ذوق پالی او ايمانداری ښځې کونډی، رنډی او يتيمان پالي، ايمانداره ښځه خپل طبيعي
ښکلا ساتی، خپل عقل روح او روان د کمال او جمال هسکو مقامونو ته رسوي. فاطمه
پوهېده چې شته قیمتي او ارزښتناکې ګاڼې دولتي امانت دی او دولتي پانګه د ټول ولس
پانګه ده، پاچا او چارواکي د دې پانګې د ساتنې او اداېینې نوکران او چاکران دي، دوی
دا حق نه لري چې په دولتي پانګې خپل سينګار برابر کړي. متأسفانه بد عمله مشران
دولتي پانګه امانت نه بلکې شخصي ملکيت يې ګڼي.
سترو او سپېڅليو تاریخي شخصیتونو هېڅکله په دولتي
امکاناتو خپلې شخصي ستونزې نه دي هوارې کړي. عمر (رضي الله عنه) له خپل یو مامور سره رسمي خبرې کولې، کله چې شخصي
خبرې پیل او رسمي خبرې ختمې شوې،
عمر (رضي الله عنه) له واره سرکاري ډيوه مړه او خپله شخصي دیوه یې بله
کړه.
9. د ناشکرۍ په بدو
پایلو پوهېدل
ما نه ځوانان پوښتنې کوي چې د پرمختګ راز راوښايه زه دوی
ته يوه خبره کوم الهي نعمتونه وشمېره له ځان سره يې وليکه او د خير په کار کې يې وکاروه
پرمختګونه خپله راځي.
د نعمتونو
ناشکري ټولنی او وګړې ځپي او له منځه يې وړي.
«أَلَمْ تَرَ
إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَةَ الله كُفْرًا وَأَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ
الْبَوَارِ، جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا وَبِئْسَ الْقَرَارُ».
[3]
(هغه قومونه دې نه دي لیدلي چې د الله تعالی پر
نعمتونو یې نا شکري وکړه او خپل قوم يې دهلاکت کندې ته وغورځاوه دوی به دوزخ ته ځي
او دوزخ بد ځای دی).
ناشکري امنيت په ډار، هستي په نيستي، ښېرازي په
وچکالۍ، پرمختګ په شاتګ، کاميابي په ناکامۍ بدلوي.
«وَضَرَبَ
الله مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ اٰمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا
رَغَدًا مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ الله فَأَذَاقَهَا الله لِبَاسَ
الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ».[4]
(الله تعالى د هغه كلي مثال راوړى دى. چې خلکو يې ډاډمن او
بېغمه ژوند لاره او له هر لورې ورته پرېمانه روزي رسېده، خو چې د الله تعالی د نعمتونو په ناشكرۍ يې لاس پورې كړ، نو الله تعالی پرې د
خپلو اعمالو له امله د لوږې او وېرې په جامو کې د نغاړلو خوند وڅاکه).
10. نعمت ته وده او
انکشاف ورکول
نعمت پخپل حال پرېښودل ناشکري ده. نعمتونه الهي
امانتونه دي څوک چې ورته اړتيا لري بايد ور ورسول شي.
د
بېلګې
په توګه
زمکه
الهي نعمت دی، زراعتي چارې پرمخ وړل الهي نعمت دی، د
داسې زراعتي پرمختللو لاروچارو کارول چې له لږې زمکې څخه ډېر حاصلات ترلاسه کړي، د
نعمت د ودې او انکشاف په معنا دی.
ماشوم الهي نعمت دی، د لوبولو، نازولو او سالمې تغذیې
له لارې يې عقلي او عاطفي کچه او جسمي ځواکونه يې پیاوړي کول... د نعمت د ودې په
معنا دی.
خاوند مېرمن ته، مېرمن خاوند ته ستر نعمتونه دي، یو د
بل نازول، پالل او روزل وده او انکشاف دی.
زده کوونکی يو الهي نعمت دی، د ګټورو لارو چارو کارول او د زده کوونکي هر
اړخیزه پالنه او مسلکي روزنه او د ژوندانه ستونزو رژولو او پرمختیاوو ته یې چمتو
کول د الهي نعمت د ودې په معنا دی.
استاد یو الهي نعمت دی، د استاد لپاره د ژوندانه اسانتیاوې، د تدریس اسانۍ
برابرول، استاد ته علمي او مسلکي روزنه ورکول نعمت ته وده ورکول او انکشاف دی.
سپین ږيري او مشران د کور برکت او ستر نعمتونه دي، د دوی ترخې او خوږې تجربې د
راتلونکو نسلونو لپاره ستره پانګه ده، د دوی درناوى، دوی ته ارزښت ورکول او درملنه د نعمت وده ده.
همداسې نور د عقیدې، عبادت، سیاست، اقتصاد، ټولنې، ښوونې روزنې، روغتيا، کورني ژوند، ازدواج، ادارې، حکومت، تجارت او نور.. ډګرونو کې
ګڼ او بې شمېره
نعمتونه دي چې باید د پورتنیو شپږو پړاوونو په ملتیا په کره او پوره بڼه پرمخ لاړ
شي.
11. شکر د هدايت
پيلامه او برنامه
له کړکېچونو او ناورینونو څخه زموږ د وتلو لنډه لار: د وګړیزو او ټولنیزو، طبیعي
او بشري نعمتونو شمېرنه، پېژندنه، ساتنه، پالنه، سمبالنه، پرځای کارونه، وده ورکول،
پنځول او غوړول شکر دی، دا کار که په افرادو
وشو، وګړي به عزتمن وي، که ټولنو وکړ ټولنې به له ذلته وژغورل شي، که حکومتونو وکړ، حکومتونه به ټولمنلي او پرمختللي وي، که د طبیعت په اړه وشو، طبیعت به ښېرازه، ښایسته او ګټور
شي.
[1]. «وَإِن تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا». ابراهيم: ٣٤.
[2] . وګ:
عمر بن عبدالعزیز خامس خلفاء الراشدین ، د عبدالستار الشیخ الدمشقي لیکنه او د
دارالقلم دمشق خپرونه ، عمر بن عبدالعزیز ضمیر الامة – خامس خلفاء الراشدین ، د ا.
د محمدعمارة لیکنه ، د دارالسلام خپرونه ، سیرة ومناقب عمر بن عبدالعزیز الخلیفة
الزاهد الحافظ د ابوالفرج ابن الجوزي لیکنه ، الخلیفة الراشد والمصلح الکبیر عمر
بن عبدالعزیز د دکتور علي محمد الصلابي لیکنه ، حیاة عمر بن عبدالعزیز د استاد
محمود شبلي لیکنه او داسې نور ګټور کتابونه.
[3] . ابراهیم:۲۸-۲۹.
[4]. النحل: ١١٢.
No comments:
Post a Comment