لیکوال:محمدناصر حلیمي
شكر
هومره چې یو قوم د الله تعالی مادي او معنوي نعمتونه پېژني، ګټه ترې اخستلای
شي، وده ورته ورکولای شي او د همدې نعمتونو د انکشاف له لارې ولسونه پر ځان بسیا، الله
تعالی او یو له بل سره یې پخلا کولای شي هومره شاکر قوم دی.
د پرمختللو او شاته پاتې ولسونو ترمنځ یو توپیر د الله تعالی د نعمتونو په
اړه د شکر او نا شکرۍ احساس، ایمان او عمل دی. د پېغمبرانو او بریالیو انسانانو
ستاینه الله تعالی د شکر پر اساس کوي، هر قوم او هر
انسان هومره پرمختللی
او هوسا دی څومره چې شاکر دی او هومره په ستونزو کې ښکېل دی څومره چې نا شکره دی. الله
تعالى وايي چې ابراهیم (عليه
السلام) د ډلو هومره کار ځکه وکړای
شو، دنیوي او اخروي نېکمرغۍ یې ځکه تر لاسه کړای شوه چې د الهي نعمتونو شکر
ایستونکی و.
«إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ
أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (١٢٠) شَاكِرًا
لِأَنْعُمِهِ اجْتَبَاهُ وَهَداهُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (١٢١) وَاٰتَيْنَاهُ فِي الدنْيَا حَسَنَةً وَإِنَّهُ فِي الْاٰخِرَةِ
لَمِنَ الصَّالِحِينَ (١٢٢) ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنِ
اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (123)».
(ابراهیم (عليه السلام) په
یواځې ځان د ېوې ډلې هومره و، الله تعالی ته تابع و مشرک نه و، له الهي نعمتونو نه يې د الله تعالی د حکم له
مخې
استفاده کوله، الله تعالی دی د خلکو د هدایت لپاره غوره
بېلګه کړ، پر یوه مستقیمه لار یې روان
کړ، په دنیا کې یې
ورته
ښېګڼې ورکړې او په آخرت کې له صالحانو څخه دی
او بیا تاته مې هم وویل: د ابراهیم (عليه السلام) لار ونیسه او د همغه پر لار لاړ شه، چې هغه
حق
پلوی و او له مشرکانو څخه نه و).
یعنې: ابراهیم (علیه السلام) په
یواځې ځان د یوې نېکې ډلې ټولې ښېګڼې درلودې، په یواځې ځان يې د یوې ډلې
کار کره او پوره ترسره کاوه، دا د شکر
برکت دی، چې یو تن د ډلو کار وکړای شي.
موږ
عملا وینو چې ناشکره انسان خپل کور او اولادونه سم نشي پاللای.
ابراهیم (عليه السلام) ددې
لپاره د ډلې کار کولای شو چې د الله تعالی د ټولو نعمتونو شکر ایستونکی و.
د
شاکرو انسانانو عقلي، روحي او جسمي ځواکونه، وخت او امکانات په اندېښنو، جنجالونو
او حسدونو له منځه نه ځي، شاکر انسانان د الله تعالی نعمتونو ته خوښ او د الهي او
بشري حقونو ادا او د کارونو کره اجرا ته د زړه په مینه چمتو، لېواله او قوي
وي.
سلیمان
علیه السلام د نړۍ واکمن و، واک يې الهي نعمت او شکر یې واجب وګاڼه، نو له حکومتي
واک نه په ګټې اخستنې
انسانان ؛ خو پرېږده مرغانو ته یې هم وده ورکړه، په کار یې وګومارل، کاري وړتیاوې
يې وغوړولې، د سترو چارو د ترسرولو جرأت یې وروباښه
او د يو شخصيت په توګه دننه ارګ کې د فعاليت مخه ورته برابره کړه.
میږیانو
ته یې کورونه او آرام ځایونه ورکړل څه فکر کوئ چې له انسانانو سره به یې څه کړي وي!!؟
«قَالَ
رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى
وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي
عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ».[1]
(
سلېمان د هغه په خبره مسكى په خندا شو او ویې ويل: اى زما ربه! ماته الهام وکړه چې
زه ستا د هغې لورنې شكر ایستونکی شم، چې
تا پرما او زما پرمور او پلار کړې ده او داسې نيک عمل وکړم چې ستا خوښ شي او پخپل
رحمت ما پخپلو صالحو بندګانو کې داخل کړه).
سليمان علیه السلام وائی چې د قدرت په نشه مې داسی ونه ځپي،
چې شکر او د ځان اصلاح کول رانه هېر او تر نورو مسلمانانو د لوړتيا غولونکی حسن
راکې پياوړې شي.
«وَبَلَغَ
أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي
أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ
وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ
الْمُسْلِمِينَ (١٥) أُولَئِكَ الَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا
وَنَتَجاوَزُ عَنْ سَيِّئَاتِهِمْ فِي أَصْحَابِ الْجَنَّةِ وَعْدَ الصِّدْقِ
الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ (١٦)».[2]
(تردې پورې چې هغه كله خپل منګ ته ورسېد او څلوېښت كلن شو؛ نو ويې ويل: یا ربه! توفيق راکړه چې ستا د هغو نعمتونو شكر ادا کړم چې ما او زما موروپلار
ته دې وركړي دي او داسې نېک عمل وکړم چې ته پرې خوښ شې، زما اولاده هم نېک عمله کړه، ما بې غمه کړه، زه ستا حضورته توبه كوم اوله امر منونكو (مسلمانو) بندګانو څخه يم. له دغه ډول خلكوڅخه موږ د هغو ډېر ښه عملونه قبلوو او له بديو یې تېرېږو دوى به په جنتیانو کې شامل وي له هغې ريښتیانۍ وعدې سره سم چې له هغو سره كیږي).
هر انسان هومره مسلمان
دی، چې د الله تعالی د مادي او معنوي نعمتونو لړ ورسره وي او د نعمتونو په اړه
لاندې ژمنې ادا کړي.
No comments:
Post a Comment