لیکوال:محمدناصر حلیمي
د پروپاګند په اړه
رښتينى مؤمن د
دوستانو د ستاينې هيلې او دښمنانو له پروپاګند نه وېره نه لري. مؤمن خپله اړيکه له الله تعالی سره ارزوي چې اړيکه څومره او څرنګه ده؟ د
خلکو حقونه نه خوري قضاوتونو پسې يې نه ځي؟ دی پسی نه ګرځي چې دی پسې ګرځي چې دی
له خالق او مخلوق سره څه کوي؟ خلک د ده په اړه څه وايې؟
«فَاصْبِرْ
عَلَى مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ
وَقَبْلَ الْغُرُوبِ (٣٩) وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ
وَأَدْبَارَ السُّجُودِ».[1]
(نو،
اى پېغمبره!
دغه خلک چې كومې خبرې جوړوي په هغه پسې غوږ مه وړه او د خپل رب له ستاينې سره د
هغه پاكي بيانوه، له لمر ختو او لمر پرېوتو نه مخكې او بیا د شپې له مخى بيا او له
سجدې (له وزګارېدو) وروسته هم د هغه پاكي بيان كړه).
«فَاصْبِرْ
لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ اٰثِمًا أَوْ كَفُورًا (٢٤) وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَأَصِيلًا».[2]
(نو ته د خپل رب په حكم صبر وكړه او له دوی نه د هېڅ
يوه بد عمله يا حق نه منونكي خبره مه منه، د خپل رب نوم سبا او بیګا يادوه).
رښتينی مؤمن د ګناهګارانو د ملتيا او د ناشکره
انسانانو د دوستۍ له لارې ځان ته د پرمختګ لار نه جوړوي.
هغه ولس چې د خپلو مشرانو پر مالي خیانتونو سترګې پټوي، د قتل پر زړه
بوږنوونکي جریاناتو يې د شریعت او قانون زرینه پرده غوړوي، د ملي شتمنیو په لوټ او
مار یې نه غندي او د حرام مال پر وړو خیراتونو يې ستايي، پر ملي جنایتونو یې سترګې
پټوي او پر تودو درواغژنو شعارونو یې ولسونه غولوي، .. هېڅکله پرمختګ، ویاړ او
درنښت نشي موندلای.
No comments:
Post a Comment