قرآن، بشري او طبیعي نښې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآن، بشري او طبیعي نښې

هېچا او هېڅوک د نړۍ په کچه د قرآن هومره انساني عقلونه، فکرونه او سوچونه د کايناتو څېړنې، راسپړنې او شننې ته نه دي ځير کړي، فرانسوي فيلسوف روجيه غارودي وايي: د قرآن کریم (٧٥٠) آيتونه موږ د کايناتو، ټولنې او طبيعت ځیرنې، شننې او څېړنې ته هڅوي[1].

قرآن ولې په طبيعت کې سوچ او له طبیعت نه د ولسونو په ګټه، د پټو اسرارو راسپړنې او ځیرنې ته مو په ډېرجديت سره هڅوي؟

په کايناتو کې د پټو اسرارو د پوهېدو او پېژندو لپاره.

له کايناتو نه د ګټې د لارو چارو د موندنې لپاره.

د کایناتو له پیدا کوونکي سره د رښتینې تړاو د پېژندلو، موندلو او ټینګولو لپاره.

الله تعالى په قرآن کریم کې د خپل ذات او انساني وړتياوو د معرفي کولو لپاره موږ د طبيعت ژورو اسرارو، پټو رازونو، ښکاره جوړښت او منظم خوځښت ته متوجه کوي، چې زمکې، سمندرونو، غرونو، رغونو، اسمانونو، بوټو، مېوو، غلو، سمندرونو، سيندونو، چينو، کاريزونو، ابشارونو، بارانونو دانو ته ځير شئ زما د قدرت آثار او نښې پکې وګورئ ما وپېژنئ. احکام او لارښوونې مې ومنئ. خپلې وړتياوې او اړتياوې ومومئ. څه چې مې درته پیدا کړي وده، پراختیا او پرمختیا ورکړئ، هر اړخيزه عادلانه او حقپاله عالمانه ګټه ترې واخلئ؛ ځکه دا ټول تاسې لپاره پيدا شوي دي.

(هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا).[2]

(په زمکه کې چې څومره شیان دي، الله تعالی تاسو ته ستاسې لپاره پیدا کړي دي).

له دې آيت نه معلومېږي چې د مندليف جدول، د نړۍ طبعي، سیاسي، پرمختیايي، تجارتي، صنعتي... نقشې او د بشري پرګنو د پرمختیا او په شاتګ د لاسته راوړنو او محرومیتونو نړېوالې احصايې بايد د هر قرآنپوه مخې ته پرتې وي او بيا قرآن ولولي چې اول د (فی الارض) په نقشه پوه شي، يعنې ټوله زمکه د ټولو خلکو لپاره ده، له نعمت څخه بايد هېڅوک په هېڅ ډول محروم نه وي.

الله تعالى انسان ته داسې ستر دماغ ورکړې چي نږدې يو نيم سل مليارده خليې لري د سوونو ميلیونو پاڼو د زده کړې وړتيا لري دوه نيم ميليونه GB خالي ځاى لري. سترګو ته يې دومره ځواک ورکړی، چې په يوه ثانيه کې (١٣٠٠٠٠٠) انځورونه اخلي انسان ته د دومره پراخه کايناتو د تسخير مکلفيت، وړتيا وربښل شوې، په دې شرط چې انسانپالنه رامنځته شي، اوس هم انسانپالې او وړتیا پالې ټولنې په دې هڅه کې دي چې له انساني منابعو نه د انسان د سعادت لپاره کار واخستل شي.

 الله تعالي وايي: «وَعَلَّمَ آَدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا».[3] (الله تعالی ادم ته د ټولو شیانو نومونه ور وښودل).

له طبیعت نه بې پروايي له قرآن کریم نه بې پروايي ده، هغوی چې پر طبعي علومو نه پوهېږي پر قرآن نشي پوهېدای، زموږ په زمانه کې د قرآن پوهنې يو اساسي شرط طبيعت پېژندنه او سائنس پوهېدنه ده.

الله تعالى د کفارو په اړه وايي چې دوی طبعیت او څه چې پکې شته په سپک نظر ګوري.«وَكَأَيِّن مِّنْ آيَةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَمُرُّونَ عَلَيْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُونَ». [4]

(په اسمانونو او ځمكه كې څومره نښانې دي چې پر هغو دوى تېرېږي او يوه ذره پاملرنه ورته نه كوي).

يعنې د اسمان او ځمکې په ذراتو او حرکاتو کې څېړنه مؤمنانه او نه څېړنه کافرانه عمل دی.

« وَ جَعَلْنَا السَّمَاءَ سَقْفًا مَّحْفُوظًا وَهُمْ عَنْ آيَاتِهَا مُعْرِضُونَ». [5]

(او موږ اسمان يو محفوظ چت جوړ كړ، خو دوى، دي نښانو ته هېڅ پاملرنه نه كوي).

د ګردې نړۍ پوهان په دې پوهیږي چې د اسلام له برکته نن بشري نړۍ په طبعي او اجتماعي علومو کې دومره پرمختګ کړی، که قرآن کریم نه وای، د بشري نړۍ پرمختګ زرګونو کاله شاته لوېده. د نړۍ ټول څیړنیز ارګانونه ننګوو چې بې له اسلامه د بشري نړۍ د پرمختګ اغېزمن لارښود، ګټوره انګېزه او روزنیزه علمي طرح راوښيي.

د بشري نړۍ پرمختيا لومړی د اسلام او بیا زموږ د نیکونو د احسانونو پوروړې ده.

که اسلام نه وای، بیا اسلام له تحریف څخه نه وای ژغورل شوی او د نړۍ ګوټ ګوټ ته نه وای رسول شوی، بشري نړۍ به له هر ډول امن او شته پوهې څخه بې برخې وای.

په داسې حال کې چې د نړۍ د نورو اديانو او فيلسوفانو له رغنده نقش څخه انکار ظلم ګڼو.



[1]. پلوراوي ، مولينا عطاؤ الله پلوراوي ، قرآن اور فنون لطيفه کتاب کې دغه آیتونه (٧٥٤) ښيي او ورسره وايي ، په قرآن کې د عبادي او فقهي آيتونو شمېر شاوخوا يو نيم سل دي ، خو زموږ دينپوهانو همدا يو نيم سل آيتونه په خاورينه کوزه کې اچولي او ګرد ترې ګرځي ، خو هغه ٧٥٤ تفکر ، تامل ، تدقيق او تحقيق ته هڅوونکي آيتونه يې نورو ته پرېښي دي.

[2]. البقرة: 29.

[3]. البقرة: 31.

[4]. يوسف: ١٠٥.

[5]. الانبيا: ٣٢.


No comments:

Post a Comment