لیکوال:محمدناصرحلیمي
له قرآن سره ستره جفا
خو له
قرآن کریم سره مو دا جفا وکړه، چې د طبيعت، اجتماع او کايناتو په اسرارو مو غور او
څېړنه ونه کړه اسماني وحې د تاريخ په اوږدو کې له موږ سره دننه په کتابونو کې بندۍ
وه او ده، بالآخره نور خلک راپاڅېدل او د الهي احکامو په
غياب کې يې د طبيعت په رازونو بشري وړتياوو، ټولنيزو جوړښتونو او اسرارو کې سوچ او فکر وکړ.
په سالمو
فطرتونو کې د قرآني غوښتنو هڅه نغښتې ده، هېڅ داسې یوه بشري اختراع او ابتکار څوک نشي ښودلای، چې
د قرآني لارښوونو یو ټوکېدلی ګل نه وي، که مؤمن په دې هڅو کې مثبت نقش ونه لري، نا مسلمان به بيا د نړۍ حقایق را
سپړي، پټ رازونه څېړي، حقايق را برسېره کوي او نړۍ ته یې وړاندې کوي.

No comments:
Post a Comment