لیکوال:محمدناصرحلیمي
د کایناتو د آیتونو لپاره مؤمنانه کار
سره له دې
چې د قرآن کریم څلورمه برخه د کایناتو د څېړنې د اجتماعي، بشري او
طبيعي حقايقو د راسپړنې امر کوي، بیا هم د کایناتو په اړه د مؤمنانو د غفلت له
امله دوه فکري مکتبونه را منځته شول، چې دواړو د طبیعي قوانینو او اجتماعي
پرنسيپونو په استناد د علمي څېړنې له لارې د خپلو انګېرنو او عقايدو استدلال
وړاندې کړ.
تر زرو پورته آیتونو کې چې د کائناتو په اړه راغلي فقط یو
ايت ته ځير شئ! الله تعالی د بې عقلۍ په ناروغۍ رنځورو ولسونو ته درملنه د کایناتو
(اسمانونو زمکې ژونديو او ناژوندیو
موجوداتو) په ژوره څېړنه او دقیقې سپړنې کې ګڼي. کم عقلي ناولتوب او پلیتي ګڼي. طبیعي نښې او پېغمبري لارښوونې په يوه کنډه کې تلي او دواړه د بشري هدايت سرچينې يې ګڼي.
«وَيَجْعَلُ
الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ (١٠٠) قُلِ انْظُرُوا مَاذَا فِي
السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا تُغْنِي الْاٰيَاتُ وَالنُّذُرُ عَنْ قَوْمٍ لَا
يُؤْمِنُونَ(١٠١)»[1].
(كوم كسان
چې له عقل نه كار نه اخلي، د هغو په برخه چټلي ده. دوى ته ووايه ' په اسمانونو او
ځمكه كې چې څه دي هغه په رڼو سترګو وګورئ' او كوم خلك چې له سره ايمان راوړل نه
غواړي طبعي نښې او پېغمبران ورته ګټور نه دي).
د کايناتو سره په تړاو عقل، فکر، عاقلان او هوښياران، سماع،
نظر، ژوره کتنه په اسمانونو، زمکه، ميوو، غلو، دانو، خوړو، څښاکونو، په کروموزوم، جن،
(DNA) –
(RNA)
او داسې نورو په تړاو کارول شوي دي.

No comments:
Post a Comment