لیکوال:محمدناصرحلیمي
طبيعي قوانين او اجتماعي اصول د ايمان په غياب کې
که طبیعي
او اجتماعي څېړنې د ایمان په غیاب کې وشي، فکري، اخلاقي او اعتقادي ښویېدنې، تېروتنې
او تېرایستنې د سالمې عقیدې پر خلاف رامنځته شي ؛ بیا مسلمانان چغې وهي چې فلاني
ولې داسې وویل؟ خو له ځانه دا پوښتنه نه کوي، چې ما ولې د دغه اړینې څېړنې په اړه
چې الله تعالی په قرآن کریم کې راته امر کړی او په فطرت کې يې راته آغلې ده، ولې
بې پروايي وکړه؟
که
کمیونېزم او امپریالېزم په دقيقه توګه ولوستل شي، جوته به شي چې د طبیعت او اجتماع
په اړه د مسلمانانو له بې غورۍ رامنځته شوي دي.
که
مسلمانانو د بشري پرګنو د عقلي انحراف د ژغورنې لپاره د ژوند، آسمانونو او زمکې
حقایق او اصول بشريت ته د ايمان او قرآن په رڼا څېړلي او را ایستلي وای، بشريت په فکري او اعتقادي
انحرافاتو دومره زیات نه اخته کېده چې د میلیونونو انسانانو د انحراف او وژنې نا پوښتونی چانس په لاس
ورشي.
که
مسلمانانو قرآن عملي کړی وای، بشریت، طبیعت او ټولنه یې د ايمان په
رڼا او غوښتنه په علمي بڼه تطبیقي برنامو ته څېړلی او چمتو کړی وای، لاندې الحادي او نور بې بندوباره اېزمونه او تورتمونه،
نه رامنځته کېدل.

No comments:
Post a Comment