د الحاد مکتب


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د الحاد مکتب

د دی مکتب مشرانو عملا ليدل، چې دينوالو او چارواکو د عامو خلکو د زبېښاک لپاره لاسونه سره يو کړل دوی په کايناتو کې د همدې کرکجن او کينه کښ سوچ په آيينه د اجتماعي او طبیعي قوانينو په رڼا کې ټولنيز قوانين ايجاد کړل، چې موخه يې واکمن او ديني مشران وو د دوی ټولنیز دليل همدا و، چې دوی د عامو خلکو په ځپنه او زبېښنه کې سره متحد او یو لاس شوي دي.

دوی فکر کاوه، چې که د مظلوم ځپنې او انسان زبېښنې دا سیاسي ديني وسله له مستبدو چارواکو او ديني زورواکو نه واخستل شي، نو د ظلم مخه به ډب کړي، واک به يې نسکور او د دين او سياست له لارو به د خلکو د تخدير مواد سکور شي!

خو که د کمونېزم او امپریالیزم د انسان وژنو او ظالمانه محبسونو تاریخچه ولوستل شي. دوی تر مستبدو چارواکو او دیني تروړونکیو ډېر ظلمونه کړي دي.

اقبال د کمیونیزم او امپریالیزم رښتينى انځور داسې کښلى:

هر دو را جان ناصبور و ناشکیب
زندگی این را خروج آن را خراج
این به علم و دین و فن آرد شکست
غرق دیدم هر دو را در آب و گل
زندگانی سوختن با ساختن

هردو یزدان ناشناس آدم فریب
در میان این دو سنگ آدم زجاج
آن برد جان را ز تن نان را ز دست
هر دو را تن روشن و تاریک دل
در گلی تخم دلی انداختن

لينن به ويل:"دين ملتونه نشه کوي". (دین د ملتونو افیون دی) [1].

دا خبره د اسلام په اړه ځکه غلطه او بې بنسټه ده، چې د قرآن کریم اساسي موضوعات: پوهول، ويښول، له حقایقو سره پېژندګلوي، استحبابي عمل نه ؛ بلکې د نارينه او ښځينه و لپاره فردي او اجتماعي فريضه ده.

په دې کې شک نشته، چې ځینې چالاکه ديني مشران د ساده زړيو او ناخبرو خلکو د جيبونو تشولو او د استعدادونو د ځپنې او احساساتو لپاره ترې نشه یې توکي جوړوي.

 چې دا د دين نقص نه ؛ بلکې د تېرايستونکی شخص جرم او د تېروتونکي کمعقلي ده او دا خبره هم د دوی اختراع نه ده ؛ بلکې قرآن کریم انساني دماغونه غولوونکو دیني او سپین لباسو تور زړو څېرو ته ځير کړي دي، چې د دين له لارې له خلکو او ولسونو نړۍ او نړېوالو ته د پراختيا او سپېڅلتيا بښلو پر ځاى پرې شخصي ثروت، شخصي ګټه او منصب پالنه کوي.

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا إِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ الله وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ الله فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ».[2]

(اى مؤمنانو! د دې اهل كتابو د زياترو علماوو او روحانیونو حال دا دى چې د خلكو مالونه په ناروا لارو خوري او د الله تعالی له لارې یې منع كوي، هغه خلک چې سره او سپين زر زېرموي او د الله تعالی په لار كې نه لګوي. د دردوونكې سزا زېرى وركړه).

دا چې ديني پوهان ولې د خلکو مالونه په ناروا خوري لامل يې دا دى، چې دوى تجارتي روزنه، د صنعت، زراعت او تعليم په ډگر کې مسلکي وده نه لري، پخواني علماو د دې رنځ په خطر پوه وو، نو ځکه يې ويل:

«کسب او تجارت وکړئ، که اړ شوئ ؛ نو اول به خپل دين خورئ».[3]

عبدالله بن مبارک نه پوښتنه وشوه، چې ته له خراسان نه د حرم ښار ته تجارتي توکي راوړې هغه ورته وويل: اى ابا على!

غواړم سترګې مې لوړې وي پت مې پر ځاى وي د خپل رب اطاعت وکړم، خو د کاروبار ترڅنګ د الله تعالى د حق په ادايينه کې بېړه کوم فضيل ورته وويل: څومره ښه چې دواړه وکړې!

يو کس ورته راغى، ورته یې وويل: اوه سوه ديناره پوروړى يم عبدالله بن مبارک خپل منشي ته ولیکل، چې دوه زره ورته ورکړه هغه بېرته ورته ولیکل، چې غله هم خلاصه ده. ده ورته وليکه: اوه زره ورکړه، عمر هم خلاص دى.[4]



[1]. حيرانوونکې خبره دا ده چې خپله د پنځو ميلونو انسانانو قاتل دى او د هغو دينونو او پېغمبرانو په اړه قضاوتمندانه او ناقدانه غږیږي چې ځانونه یې د ولسونو له مصلحتونو ځار کړل؛ خو خپل ولسونه یې و نه ځپل او ونه وژل.

[2]. التوبه: ۳۴.

[3]. ملاعلي قاري نور الدين ابوالحسن علي بن سلطان محمد المصابيح ، الهروي المکي ، مرقاة المفاتيح شرح مشکاة المصابیح ، ص ج ٥ ، ص١٩٠٥.

[4]. الخطيب البغدادي ابوبکر احمد بن علي بن ثابت ، تاريخ بغداد ، ج ١١ ، ص ٣٨٨.


No comments:

Post a Comment