لیکوال:محمدناصرحلیمي
عقده منه طبیعي څېړنه
له عقدې
نه د زېږېدلو طبیعي څېړنو په نتيجه کې دوی خلکو ته اعلان وکړ، چې «العياذ
بالله"الله تعالی نشته! په داسې حال کې چې د الله تعالی د عظمت، حکمت، قدرت
او موجوديت نښې نښانې د کايناتو په هره ذره او د کهکشانونو په هره دره کې لېدل
کېږي، په ميلیونونو ځوانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د الحاد په نا علاجه رنځ
اخته او شپه او ورځ په دې بوخت شول، چې له هغه ذات نه د انکار لار او دليل ولټوي او
خلک يې له منلو ستانه کړي، چې هر څه يې پر رحمت، قدرت او حکمت ټینګار او اقرار لري
حتی د انساني وجود هره حجره، کروموزوم او جن حيرانوونکی جوړښت د الله تعالی د وجود
د حکمتونو بېلګه وه په داسې حال کې چې د دوی هېڅ څېړنه الحاد نشي جوتولای، د طبيعي
علومو څېړنه انسان له الله تعالی سره اشنا کوي، نه دا چې د الحاد په رنځ يې رنځور
کړي.
که
مسلمانانو د کایناتو د څېړنې دنده ترسره کړې واى، نو د الحاد مخې ته به مو يو لوی غر جوړ کړی وای. له دې لارې نه انسانان د الحاد
په رنځ نه رنځورېدل. د رنځورانو په اړه مسلمانان الله تعالی ته ځواب نه لري! د کايناتو په څېړنه کې د مؤحدینو بې پروایي او
د تشریعي قوانینو غیر عادلانه او غیر عالمانه تطبیق د ملحدینو لپاره د الحاد لار
هواروي.

No comments:
Post a Comment