بې علمه دین او بې دینه علم


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

بې علمه دین او بې دینه علم

انشټاين يوه پخه خبره کړې چې:"دین بې له علمه شل او علم بې له دینه
ړوند دی".

د الحاد ترويج ځکه ډېر ګړندی شو، چې دين مو شل کړی و، د دين د سپېڅلو نصوصو لپاره په کايناتو کې غور او دقت بې ديني شلوي او دين داسې په پښو دروي، چې د ماتولو توان يې له چا سره نه وي.

د الحاد د جرم دودوونکو، د خپل جرم سزا او پړه په دنیا کې وګالــــه او په آخرت کې هم د دوی په ابدي ژوند کې ابدي سزا ګالنې ته د دردمن انسان زړه دردېږي.

دیني مخکښان شل وو او څېړونکي عالمان يې ړانده وو، نو ځکه بشريت د ځناورو لخوا رهبري شو او نړۍ يې داسې لالهانده کړه، چې د واک او ځواک د لېونيانو په ړندو شعارونو بې ګناه خلک يې په سرو وینو ولمباول.


No comments:

Post a Comment