لیکوال:محمدناصرحلیمي
د وحې حاملین او د الحاد رنځ
مګر د وحې حاملينو چې د دې رنځ په حکيمانه وقايه له عملي
معالجې نه مخکې مکلف وو، څه کړي دي؟ وقايه ؛ خو چې د کاري تمبلۍ، سیاسي استبداد او
څېړنیزې ناپوهۍ پر محور هر علت درلود ونشوه (!) په درملنه کې ولې پاتې راغلو!؟
د مسلمانانو د سقوط اساسي لامل د اسلام په تاریخ کې څېړنو
ته د هڅوونکو آیتونو پرېښودل او د ذهینو انسانانو شاته غورځول وو تاریخونه لیکي چې
ستر پوهان یا بندیان یا په عادي کارونو بوخت وو. [1]
يا په بله ژبه د مسلمانانو د سقوط اساسي لامل د بشري سرچينو
او طبيعي زېرمو په اړه بې پروايي وه.
د تاريخ
په لوستو داسې څه مخې ته نه راځي، چې د دې تاريخي جرم په اړه په تېرو پېړيو کې د
برائت دلیل ولرو.
دا بايد
ومنو چې په شلمه پېړۍ کې د مسلمانانو نظري، عملي او لیکنۍ ونډه د الحاد په تمبولو
کې کافي نه ؛ خو د ستاينی وړ ده هغه هم د مظلومانو د وینو په سېلاب، د اوښکو پر
رودونو او د مایوسو ملتونو پر آهونو، نه د علمي او عقلي فعالیت له لارې ؛ خو دلته
یوه ستونزه ده، چې الحاد له استدلاله نه، له ديني فساده سرچينه اخلي په دې معنا چې کله هم دين د ټولګټې[2]پر ځاى د فردي ګټو اجتماع ځپونکی محور شي ؛ خلک
عقده اخلي بيا د کاذبو دينوالو پر ځاى پر ريښتني دين باندې ملنډې وهي داسې عقده یي
کېږي، چې بيا د اسلام د حقانيت دلايلو د ګټورتيا شواهدو او د رښتینولۍ قرائنو ته
هم نه ځير کېږي.
که موږ په
میلیونونو دلایل د الحاد په رد او د توحید په تایید کې وليکو او ووايو، تر هغه بې
اثره او خطرزېږه دي، چې دین ته منسوب خلک او د توحيد مخکښان د الهي او بشري حقونو
ادايينې ته عملاً په منتجه بڼه ژمن نشي او د بشر په مادي او معنوي رغونه، ژغورنه او
پرمختیاوو کې خپل مسؤولیت ادا نه کړي.
[1]. المحاورالخمس فی القران
الکریم د محمد الغزالي شهکاره لیکنه ده په دې اړه حیرانوونکی عالمانه تحلیل لري.
[2]. اجتماعي ګټې او
مصلحتونه.

No comments:
Post a Comment