د الحاد تورتم، اسلامي هېوادونه او اروپا


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د الحاد تورتم، اسلامي هېوادونه او اروپا

الحاد او نړۍ: که ووايو او ویې منو چې د الحاد رنځ په اروپا او نړۍ کې د سياسي استبداد او ديني اختناق د خپلمنځي پخلايېنې او د دوی له لارې د ظلمونو او تورو تمونو د جرأتمندانه ترويج عکس العمل و، د اسلام د عدل پال، علم پال او ژوندپال دین ترڅنګ د مسلمانانو وضع څنګه او په اسلامي ټولنو کې د جهل او ظلم کچه څومره دردناکه او عامه نظم څومره مختل و؟ د ژوندانه په ټولو اړخونو کې ګډوډي څومره
ډېره وه؟

په دې وخت کې مو بايد د ځان او بشريت د خلاصون لپاره څه کړي واى او څه مو کړي دي؟ زما له مطالعې نه داسې اسناد لاس ته رانغلل، نوره نړۍ خو پرېږده، چې د مسلمانانو د نجات لپاره مو هم څه کړي وي.

موږ الحاد د سرو وينو په سېلابونو په دومره لوړه بيه په شا وتمبول، چې د توحيد له مثمرې ونې څخه مو د پرمختګ، امن او درنښت مېوه خپل دردمن ولس ته ورنه کړای شوه د میلیونونو مسلمانانو پاکې هیلې مو له خاورو سره خاورې شوې خو د ځېنو شنونکو په تعبیر: د الحاد مخې ته مو د غوښو دېوال جوړ کړ څو میلیونه کونډې رنډې، آهونه، دردونه، اوښکې او وینې، کله ناکله د ځینو بې دردو له خولې اورم چې موږ دومره شهیدان ورکړل!؟ که موږ د دین لپاره واقعا کار وکړو، په لږه انرژۍ ټولنه او وګړي ژغورلای شو.

دې ته اړتیا نه پیداکېږي، چې د مظلومانو په وینو وویاړو په دې بايد ووياړو چې مظلومې وینې مو وژغورلې، غلیم ته مو د خپل ولس وژنې مخه ډب کړۀ همدا لامل دى، چې د ټولنيزو مصلحتونو رنګ مو په ټولنه کې تت، زه چې د طبيعي اجتماعي، ښوونيز او روزنيزې پرمختيا له زاويې خپله ټولنه ارزوم، نو مشري نه لرو او مشروټي د ژوند پر هره برخه واکمنه ده.


No comments:

Post a Comment