د طبیعت او ټولنې څېړنه


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د طبیعت او ټولنې څېړنه

د قرآن کریم څلورمه برخه انسان ته کايناتو توضيح کوي په کايناتو کې د ژورې ځيرنې، علمي څېړنې او هر اړخېزې کتنې روحيه په تلاوت کوونکيو کې د ديني مکلفيت په توګه پياوړې کوي ؛ ځکه په کايناتو کې عالمانه غور او منتج دقت د قرآن کریم پر حقانيت د باور کچه لوړوي.

که موږ د طبيعت او ټولنې د لوړتیا او ځوړتیا (عروج او زوال) په قوانینو کې سوچ ونه کړو، په حقيقت کې به مو د قرآن کریم نیمه برخه له عمله پریښې وي او پاتې برخې به مو خلکو ته په وهمي او تخیلي پردو کې پټې وړاندې کړې وي، ځکه دغه پاتې نیمه برخه رڼا د قرآني لارښوونې د عمل، عقل او عاطفې مراندې دي چې دینداري هم د همدې ذهني قناعت له مخې رامنځته کېږي او الله تعالی په قرآن کریم کې کايناتو ته ځيريدونکي رښتيني او واقعي مؤمنان ستايي. په لاندې آیتونو کې دقت وکړئ:

پر آخرت د ايمان کچه په کايناتو کې له فکر کولو رامنځته کېږي.

 «وَمِنْ اٰيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِنْ دَابَّةٍ وَهُوَ عَلَى جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَاءُ قَدِيرٌ».[1]

(د هغه له نښانو څخه د اسمانونو او زمکې پيدايښت او دغه ژوندي دي، چې هغه په دې دواړو كې يې خپاره كړي دي. هغه چې كله وغواړي دوى راغونډولاى شي).

«أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ الله الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَمْ يَعْيَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَى بَلَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ».[2]

(او ايا دوى نه ويني دېته فكر نه كوي، چې كوم خداى چې دغه اسمانونه او ځمكه پيدا كړي او په پيدا كولو یې ستومانه نشو، هغه هرومرو پر دې قادر دى چې مړي را ژوندي كړي؟ ولې نه بېشكه هغه پرهر څه باندې برلاسى دى).

حقوق او حقائق د ټولنې، کايناتو او انسان له څېړنې رامنځته کېږي.

همدا لامل دى، چې الله تعالی انسان د کايناتو څېړنې ته موږ داسې ځيروي.

«خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ».[3]

(هغه اسمانونه او ځمكه پر حق پيدا كړي دي او ستاسې صورتونه يې جوړ كړل، ښه ښاېسته يي جوړ كړل او په پاى کې به هم د همغه لورې ته ورګرځېدل دي).

د کايناتو په ټولو اړخونو کې د بشري عقلونو او وړتياوو کارول مادي او معنوي پرمختياوې تضمينوي.

«إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ الله مِنَ السَّمَاءِ مِنْ مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَاٰيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ».[4]

(د دې حقيقت پېژندنې لپاره كه كومه نښه نښانه پكار ده ؛ نود اسمانونو او زمکې په جوړښت كې، يوه په بلې پسې د شپې او ورځې په پرله پسې راتګ كې ده، په هغو بېړېو كې ده چې د انسانانو د ګټورو شيانو د لېږدونې لپاره په سيندونو او سمندرونو كې ګرځي راګرځي، د باران په هغو اوبو كې ده، چې الله تعالی يې له پاسه را اوروي او ځمكه پرې ژوندۍ كوي او پخپل دغه انتظام سره يې په ځمكه كې هر راز ژوي خواره كړي دي د بادونو په لګېدو كې ده او په هغو ورېځو كې هغو خلكو لپاره چې عقل په کار اچوي. د اسمان او زمکې په منځ كې د امر ښكېل دي بې شمېره نښانې دي).



[1]. الشوري: ۲۹.

[2]. يس: ۳۳.

[3]. التغابن: ۳.

[4]. البقرة: ۱۶۴.


No comments:

Post a Comment